د دوبۍ د حاکم مشر ورور د وفات په خاطر د جمهوررئیس غني د تسلیت او همدردۍ پیغام

د دوبۍ د حاکم مشر ورور د وفات په خاطر د جمهوررئیس غني د تسلیت او همدردۍ پیغام


په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د دوبۍ حاکم او د متحده عربي اماراتو د مالیې او صنعت وزیر مشر ورور او مرستیال شیخ حمدان بن راشد آل مکتوم، وفات شوی دی.
انا لله و انا الیه راجعون
په همدې موخه د دوبۍ حاکم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، د آل مکتوم کورنۍ او د دغه هیواد خلکو ته د شیخ حمدان بن راشد آل مکتوم د وفات په مناسبت د افغانستان د دولت او خلکو په استازولۍ د خپلې خواخوږۍ اوهمدردۍ ژور مراتب څرګندوم او مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوم.#