جمهوررئیس غني، تاجیکستان کې مېشتو افغانانو سره وکتل

جمهوررئیس غني، تاجیکستان کې مېشتو افغانانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر جمهوري تاجیکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ په دغه هیواد کې مېشتو افغانانو سره پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان په سفارت کې وکتل.

د دغې کتنې په پیل کې په تاجیکستان کې د افغانستان سفیر محمدظاهر اغبر جمهوررئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د یاد سفارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د سامانيان ښوونځي د رسمي کېدو، یاد ښوونځي ته د څلور سرویس موټرو ورکولو، د پاسپورت بېې د تخفیف او د محصلینو د معاشونو د زیاتوالي غوښتونکی شو.

وروسته د سامانیان ښوونځي مدیرې ناجیې ظاهر، د سامانیان ښوونځي د والدینو شورا رئیس استاد عبدالودود سیفي، مجید احمدزي د محصلینو، په تاجیکستان کې د مېشتو افغان مېرمنو ټولنې رئیسې ملالۍ جواد، حبیب الرحمن کریم د افغان کډوالو او پلوشې هاشمي د ښځو په استازولۍ خبرې وکړې.

دوی د کمال خان بند د پرانیستې هرکلی وکړ او په بېلابېلو له هغې جملې د تېرو دوو لسېزو د لاسته راوړنو او سولې پروسه کې د جمهوریت د ساتنې، مهاجرینو ته د زیاتې پاملرنې او د ځوانانو د روزنې په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: ویاړم چې نن له تاسې سره یم. هغه زیاته کړه، موږ د تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي یوو، د سولې په لار کې قرباني ورکوو، اما دغه قرباني باید د افغانستان د انقطاع او بربادۍ لامل نشي، زما معیار اساسي قانون او د افغان ملت پر وړاندې د وفادارۍ لوړه ده.

هغه زیاته کړه، موږ غواړو د افغانستان ۴۲ کلنه جګړه پایته ورسېږي. د سولې لارنقشه ترتیب شوې او د خدای تعالی په نصرت سولې ته رسېږو.

جمهوررئیس غني د اسیازړه-استانبول پروسې نهم کنفرانس کې د تاجیکستان جمهوررئیس د وینا مننه وکړه او له سولې پروسې او دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا برخه کې یې د نوموړي د ملاتړ، قدرداني وکړه.

جمهوررئیس تاجیکستان کې مېشتو افغانانو ته په خطاب کې وویل، تاسې هر یو د افغانستان استازی یاست او نن زموږ هیواد د سیمې د باور وړ دی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د صنایعو او کانونو خونې رئیس شېرباز کمین زاده به د درې کلونو لپاره د سامانیان ښوونځي کتابونه برابر کړي.

د هیواد جمهوررئیس د سامانیان ښوونځي ستونزو د حل، په تاجیکستان کې د پاسپورټ بیې راکمولو او افغان محصلینو د معاشونو د لوړولو په خاطر اړوندو ادارو ته لارښوونې وکړې