۱۳۹۵ل د چنګاښ ۲۳
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا دویمه ناسته نن په ارګ کې جوړه شوه.
په پیل کې د ښاري پراختیا وزیر سید سعادت منصور نادري د کار د پرمخ بېولو څرنګوالی، د دې شورا د غړو رول او د دې شورا موخو ته د رسېدو لارې ناستې ته معرفي کړې. هغه زیاته کړه، په هره ناسته کې دې د یو لوی ښار ښاروال دعوت شي چې د خپل کاري پلان په هکله ناستې ته معلومات ورکړي، تر څو د پلانونو د عملي کولو په خاطر د ټولو حکومتي ارګانونو همکاري ترلاسه کړي.
ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې معین عبدالباقي پوپل د ښاري لومړیتوب ملي برنامې لومړی ستون تشریح او په دې شورا کې د دې ادارې د رول څرنګوالی یې واضح کړ. هغه زیاته کړه، اوس د هېواد د ټولو ښاروالیو سم تصویر ترلاسه شوی دی چې په دې شورا کې د دخیلو ټولو ارګانونو په پلانګذاري او ښاري وده کې مرسته کولای شي.
وروسته د ښاري پراختیا وزارت معین امیرالدین سالک د دې برنامې دویم ستون معرفي کړ او د دقیقې او سمې ښاري پلانګذاري په ارزښت یې تینګار وکړ. هغه زیاته کړه، د افغانستان نفوس د ودې په حال کې دی او هر ډول پراختیایي طرحه باید د کلیوالي او ښاري مېشتېدنې ارزښت سره د نفوس زیاتوالی په پام کې ونیسي.
د پایتخت زون د انکشاف ادارې رئیس الهام عمر هوتکي د ښاري لومړیتوب ملي برنامې دریم ستون معرفي کړ وې ویل، د افغانستان د اقتصاد اصلي محرک په ښاري وده پورې اړه لري. هغه همدارنګه زیاته کړه، د ټولو دولتي املاکو د ثبت لپاره د معلوماتي بانک (ډیټابیس) کار جریان لري چې بشپړېدل به یې له دولتي منابعو او امکاناتو څخه په اعظمي ګټه اخیستنه کې مرسته وکړي. هغه همدارنګه ټینګار وکړ، په پلانګذاریو کې دې ښاري او کلیوالي رولونه مشخص شي.
ورپسې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي د سبز شهري ټرانسپورټ ملي پالیسي د ښاري لومړیتوب ملي برنامې دریم ستون برخه د ناستې غړو ته معرفي کړه. هغه وویل، د دې پالیسي د تدوین موخه مناسبې بیې ته په پام د حمل او نقل خدماتو زمینه برابرول، د دولتي عوایدو زیاتوالی، له ټولو دولتي بنسټونو سره په همغږي له نوې ټکنالوژي څخه په ګټه اخیستنې د چاپیریال ساتنه ده.
همدارنګه ښاغلي حبیبزي او د کابل ښاروالۍ پلاوي د ساختمان مجوز برابرولو برنامه ناستې ته معرفي کړه، چې په اساس یې په دې برخه کې ټول خدمات په واحد مکان کې وړاندې کېږي او د جواز د اخیستلو وخت به په پام وړ اندازه را کم شي. همدارنګه به دا برنامه د ساختمان د جواز اخیستلو په وخت کې د شفافیت په زیاتوالي او د اداري فساد مخنیوي کې مرسته وکړي.
د ښاري پراختیا وزارت سلاکار سید ضیا حسیني د ساختمان د مهندسي او انجنیري نظام طرزالعمل وړاندې کړ. د دې کاري دستور په اساس د ساختمان ملي مقررې له ټولو ادارو (لکه د نورم او سټنډرډ اداره) سره په همغږۍ جوړې شوې دي، تر څو د خپلسرو او غیر قانوني ساختمانونو د جوړولو مخنیوی وکړای شي. همدارنګه دا طرزالعمل هغه معیارونه مشخصوي چې یو ساختماني انجینر په کومو شرایطو او کومو مدارکو کولای شي ساختمانونه څنګه طراحي او ډیزاین کړي.
د ناستې په جمع بندي کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ناستې د غړو کوښښونو او کار څخه په مننې وویل، لویې او اوږدمهاله پروژې باید له لنډ او منځمهاله پروژو سره همزمان ترسره شي.
په ناسته کې همدارنګه پرېکړه وشوه چې د ودانیو ساختماني کار دې معیاري شي، تر څو خلک وکولای شي له سرګرداني پرته ساختماني کار وکړي او همدارنګه ساختماني سکتور باید د ساختماني او انجینري موډل په هکله یوې مشخصې پایلې ته ورسېږي او د ټاکل شویو معیارونو د عملي کولو په خاطر ټول دولتي قرادادیان هغو کسانو او شرکتونو ته ورکړل شي چې د هغو معیارونو د ترسره کولو او تطبیق تیاری ولري.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې دې ناستو ته د هر ښاروال له راتګ دمخه د شورا دارالانشا او غړي بشپړ تیاری ولري، تر څو رابلل شويو ښاروالانو سره د خپلو برنامو په تطبیق کې مرسته وکولای شي.
جمهور رئیس وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن دا شورا په منظمه توګه ناسته کوي او د افغانانو د ژوند د هوساینې په موخه د حکومت د لویو برنامو د تحقق لپاره پیشکش کوي. جمهور رئیس د دې شورا د ایجاد کلیدي موخې یادې کړې او وې ویل، ښه حکومتوالي باید مسکن ته د خلکو لاسرسي او د دولت له خوا د خدماتو په وړاندې کولو تمرکز وکړي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، په پیشنهادي طرحه کې باید واقعبینانه محدودیتونه په پام کې ونیول شي، تر څو حکومت خپلې ټولې ژمنتیاوې په ټاکلي وخت عملي کړای شي، ځکه خلک نه غواړي چې د کور جوړولو پروژو کار وځنډېږي. هغه ټینګار وکړ، د حکومت د برنامو د تحقق لپاره په دولتي ادارو کې ډېر ظرفیت ته اړتیا ده او د دې ظرفیت د جذب لپاره باید د افغانستان په داخل کې زمینه برابره شي او د شورا کاري تمرکز داسې وي چې زموږ کار له لنډمهالو برنامو څخه جوړښتونو او بنسټونو ته انتقال کړي.
جمهور رئیس زیاته کړه، دولت سره کافي پیسې شته او هر بنسټ چې پروژه پیشنهادوي باید د هغې د تطبیق لپاره بشپړ تیاری ولري، تر څو د پروژې کار پر ټاکلي وخت ختم شي.
جمهور رئیس د شورا د غړو د زحمتونو او طرحو ملاتړ وکړ، مننه او ټینګار یې وکړ چې د دې شورا طرحې له ورځنیو معیارونو سره برابرې وي او اوس اړتیا ده چې خپل کاري ظرفیت هم په همدې کچه برابر کړو، تر څو زموږ اصلي دنده چې د خلکو خدمت دی په سمه او شفافه توګه ترسره کړای شو.