د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ د دغه ولایت سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د سوداګرو او صنعتکارانو استازو له پانګونې او صنعت څخه د حکومت د هڅونې او ملاتړ پالیسۍ څخه د حمایت ترڅنګ د دایمي نندارتون د نشتوالي، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د وېش، د غالۍ اوبدونکو د صنعتي پارک د ایجاد، په هوايي ډګر کې د کارګو سکېنرونو د نصبولو، د پانګې دفرار، د صنعتي بانک د ایجاد، د ښځو لاسي صنایعود بازار د نشتوالي او د سوداګرۍ د جواز د تمدید په برخو کې خپلې ستونزې جمهوررئیس سره شریکې کړې.
جمهوررئیس د سوداګرو او صنعتکارانو د زحمتونو مننه وکړه وې ویل، بلخ د منځنۍ اسیا او چین په سوداګریزه دروازه بدل شوی، سوداګر او صنعتکاران باید د بلخ سوداګریز لیدلوری بدل کړي. هغه زیاته کړه د صادراتو په پرتله د وارداتو کچه ډېره لوړه ده او دا وضعیت باید بدل شي.
جمهوررئیس د هېواد په وده کې د تولیدونکو رول مهم وباله او د تولیداتو پر معیاري بستهبندۍ او پروسس یې د ټینګار ترڅنګ وویل، یواځې زموږ د کرنیز پیداوار ۶ قلمه صادرات کولای شي په ۳ کلونو کې د صادراتو کچه ۴ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.
جمهوررئیس غني د بلخ له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په مزارشریف ښار کې د پانګونې په اړه واضح طرحه جوړه کړي، تر څو حکومت د هغې په رڼا کې اقدام وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د بلخ والي ته لارښوونه وکړه چې د رابعه بلخي بازار ستونزه ژر تر ژره حل کړي، ترڅو صنعتکاره ښځې وکولای شي په دې بازار کې خپل تولیدات وپلوري.
د غونډې په پای کې جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې په دوه اونیو کې دې په مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګر کې د کارګو سکېنرونه نصب کړي، ترڅو د هوايي دهلیز له لارې د سوداګرو د صادراتو ستونزه حل شي.