جمهوررئیس غني: د ټرانسپورټ ځانګړې خونې ایجادولو ته حاضر یوو

جمهوررئیس غني: د ټرانسپورټ ځانګړې خونې ایجادولو ته حاضر یوو

د افغانستا ن د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د هیواد یو شمېر ټرانسپورټرانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په دې کتنه کې چې د ټرانسپورټ وزارت مسوولینو هم حضور درلود، جمهوررئیس غني د ټرانسپورټ قانون پر تطبیق د ټینګار ترڅنګ وویل، د ټرانسپورټ ځانګړې خونه ایجادولو ته حاضر یوو، خو په دې شرط چې مسوول یې انتخابي وي او د اقتصاد عالي شورا غړیتوب به هم ورکړل شي.

جمهوررئیس ټرانسپورټرانو څخه هیله وکړه چې د سرکونو د خوندیتوب په موخه وزن ته جدي پاملرنه وکړي او ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې له ټاکلي او معیاري اندازې سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د ترمینلونوطرحه چمتو ده او له ټرانسپورټرانو سره له شریکولو او د دوی د نظریاتو او مشورو له اخیستلو وروسته به یې د تطبیق چارې پیل شي. هغه زیاته کړه، د مالیاتو د  باقیداري او د جریمو له معلومولو وروسته د هغو د تخفیف په اړه تصمیم ونیول شي.

جمهوررئیس غني د هیواد په انکشاف کې د ټرانسپورټ او ټرانسپورټرانو مهم او پراخ رول ته په اشارې وویل، د ټرانسپورټرانو ستونزو ته د رسیدګي ترڅنګ حکومت چمتو دی چې هغوی ته د مسلکي روزنیز بنسټ د جوړولو په ګډون نورې لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.