جمهور رئیس غني د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره وکتل

جمهور رئیس غني د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره وکتل

۱۳۹۵ ل د لېندۍ ۱۰

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کانګ زینیو او ملګري پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر  د چین د ولسي جمهوریت د جمهور رئیس نېکې هیلې جمهور رئیس غني ته وړاندې کړې او په افغانستان کې د سولې د تامین، د اړیکو د پراختیا، سیمه ییزې همکارۍ او له  ترهګري سره د مبارزې په برخو کې یې د افغانستان د حکومت هڅې او اقدامات د قدر وړ وبلل.

ښاغلي کانګ زینیو  وویل، افغانستان د چین د اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري. هغه وړاندیز وکړ چې د پېښور، کابل او کوټې د اورګاډي کرښې او د سیمې هېوادونو د اقتصادي دهلېزونو او همکاریو په اړه د بحث لپاره دې د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیز مذاکرات پیل شي.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تروریزم د سیمې او نړۍ لپاره لوی تهدید وباله او زیاته یې کړه، چین د ترهګري پر ضدپه  ګډه مبارزه باندې ټینګار کوي. هغه وویل، چین له افغانستان سره د خپلو نظامي ژمنو د پوره کولو ترڅنګ په خپلوراتلونکو همکاریو فکر کوي او ژر به یې اعلان کړي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د افغانستان او چین اړیکې دوستانه او په ښو مناسباتو ولاړې دي او د چین ولسي جمهوریت به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې دوامدارې وساتي. هغه زیاته کړه، موږ به په افغانستان کې د خپلو زیربنایي چارو په ځانګړي ډول د کور جوړولو پروژو کار چټک کړو.

جمهور رئیس غني د چین د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر د معلوماتو له اورېدلو وروسته د یاد هېواد د جمهور رئیس له نېکو هیلو او دوستانه مناسباتو څخه په مننې له ښاغلي کانګ زینینو وغوښتل چې د ده نېکې هیلې هم د چین د ولسي جمهوریت جمهور رئیس ته ورسوي.

محمد اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین همکاریو ته په اشارې وویل، د افغانستان  خلک او حکومت  د چین د ولسي جمهوریت د همکاریو قدرداني کوي. هغه  زیاته کړه، افغانستان له چین سره د دوستانه اړیکو او ښو مناسباتو د لا پراختیا هڅه کوي.

د هېواد جمهور رئیس ترهګري د افغانستان، چین، سیمې او ټولې نړۍ لپاره یو جدي تهدید وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه او زړورتیا له کوم تفکیک پرته د ټولو تروریستي ډلوپر وړاندې د مبارزې تر څنګ د هغو ډلو په مخنیوي کې چې په چین کې تروریستي فعالیتونه کوي د چین له حکومت سره همکاري کوي.

جمهور رئیس غني: د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له وړاندیز څخه په مننې وویل، دغه د ترانزیت او اقتصادي دهلیزونو او همکاریو مذاکرات دې په لومړیو کې درې اړخیز او بیا دې د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون د مرکزي اسیا نور هېوادونه او ایران هم په کې شامل شي. هغه زیاته کړه، موږ تل سیاسي او اقتصادي اړیکې یو له بله جلا ساتو، ځکه اقتصادي همکارۍ د سیمې د ټولو ولسونو او خلکو په ګټه دي.

محمد اشرف غني وویل، افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکواو دوستانه مناسباتو غوښتونکی دی . هغه زیاته کړه، د اورګاډي د کرښې له لارې به چین له ایران، چابهار او ګوادر بندر سره ونښلو. هغه وویل موږ غواړو چې د سیمې ټول هېوادونه، چین، اروپا او مرکزي اسیا سره ونښلو او افغانستان د سیمې د اتصال او همکارۍ په مرکز بدل کړو.

جمهور رئیس وویل، افغانستان له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد او ترانزیت له پلوه تر ټولو مناسب دی او د چین له حکومت څخه یې د بندونو جوړولو او برېښنا د تولید په برخه کې همکاري وغوښته، تر څو افغانستان د دې وړ شي، چې د برېښنا د لېږد تر څنګ برېښنا تولید او نورو ته صادره کړي.

د دغې کتنې په پای کې د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جمهور رئیس غني ته چین ته د رسمي سفر بلنه ورکړه. جمهور رئیس غني د مننې په ویلو سره د هغه بلنه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې په مناسب فرصت کې به چین ته رسمي سفر وکړي.