جمهور رئيس غني د ستانکزیو د قومي شورا له ځینو غړو سره وکتل

جمهور رئيس غني د ستانکزیو د قومي شورا له ځینو غړو سره وکتل

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن غرمه د ستانکزيو د قومي شورا له ځینو غړو سره په ارګ کې وکتل.

د ستانکزیو قومي شورا له جمهور رئيس غني سره د اختر مبارکۍ له ویلو وروسته، د سولې او امنیت په برخو کې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

جمهور رئيس احمدزي دغې قومي شورا ته څرګنده کړه چې د قوم په توګه دې د سولې د ټينګښت په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي، ځکه چې د سولې ټينګښت، د حکومت او د افغانستان د ملت مهمه غوښتنه ده.

ډاکټر اشرف غني احمدزي زیاته کړه چې د ولایتونو د ستونزو په اړوند د ولایتونو په کچه هر اړخیز بحث وشي او شته ستونزو ته د ولایتونو د اوسېدونکو په همکارۍ او همغږۍ د حل لاره ورته وموندل شي