د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې۱۸مه
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون ماښام د هېواد د یو شمېر رسنیو له مسوولینو او استازو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د رسنیو مسوولینو او استازو په تېرو لسو ورځو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني لخوا ترسره شوي اقدامات له تاریخي پلوه بې بېلګې وبلل او له هغو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
دوی جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د په ګوته کولو او د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو په برخه کې به د پله رول ولوبوي او له نوي حکومت سره به له هیڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.