۱۳۹۴ل د لړم ۱۵
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې لوګر ولایت ته د سفر او له بېلابېلو اقشارو سره د لیدنې پرمهال د یاد ولایت عمومي امنیتي وضعیت ه وارزاوه. جمهور رئیس غني لومړی په امنیتي غونډه کې چې یو شمېر نظامي اراکینو هم په کې حضور درلود ګډون وکړ، امنیتي مسوولینو جمهور رئیس ته د امنیتي وضعیت او تدابیرو په هکله معلومات ورکړل. د لوګر امنیه قوماندان وویل، په دې ولایت کې د ملي پولیسو شمېر باید د اړتیاو پر بنسټ زیات شي. په غونډه کې د نظم عامه قوماندان وویل، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تحرکات باید زیات شي. همدارنګه د لوګر ولایت د ملي امنیت رئیس وویل، د ټولو امنیتي ارګانونو په ګډو هلو ځلو او همغږي د دښمن هڅې له ماتې سره مخ شوې دي. د هېواد جمهور رئیس د امنیتي مسوولینو د خبرو له اورېدو وروسته د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو د قدرداني په ترڅ کې وویل، ټولو هغو کسانو چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې یې زړورتیا ښودلې باید تقدیر شي. هغه امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تقدیر وړکسانو لېست دې دې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي. جمهور رئیس غني وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په جلب او جذب کې باید کاغذپراني له منځه لاړه شي . هغه زیاته کړه د شهیدانو کورنۍ د ملاتړ وړ دي، له همدې امله به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ټولې کورنۍ وپالو. جمهور رئیس د امنیتي بنسټونو تر منځ په همغږي ټینګار وکړ او وې ویل چې دا همغږي باید د کابل او لوګر د امنیه قوماندانیو تر منځ زیاته شي. جمهور رئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، چې ټولې ولسوالۍ باید اداري ودانۍ ولري او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د خپلو اړتیاو فهرست په لیکلې بڼه ترتیب او اړوندو وزارتونو ته وسپاري. وروسته د هېواد جمهور رئیس د ملکي بنسټونو له مسوولینو سره هم وکتل، په دې کتنه کې د محاکمو، ولایتي شورا، ولسي شورا رئیسانو، یو شمېر سناتورانو، د مدني ټولنې او ښځو استازي په اړوند ولایت کې د خپلو ستونزو په هکله خبرې وکړې. هغوی د امنیت د تامین، د ځمکو د غصب د مخنیوي، د کانونو د قاچاق او ښځو ته د کار د ایجاد په هکله جمهور رئیس ته خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل. جمهور رئیس د خبرو له اورېدو وروسته له ټولو اقشارو څخه مننه وکړه، چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې شریک کړل او وې ویل، خلک حق لري چې د ستونزو په هکله شکایت وکړي او حکومت به د خلکو د ستونزو د له منځه وړلو په خاطر هلې ځلې وکړي. وروسته جمهور رئیس زیات شمېر خلکو ته د خبرو پرمهال وویل، ولایتونو ته زما د سفر موخه له نږدې څخه د خلکو د ستونزو ارزول دي، په همدې موخه کوښښ کوم چې ټولو ولایتونو ته سفر وکړم، په خپله له خلکو د دوی ستونزې واورم او په ګډه ورته حل لارې ولټوو. جمهور رئیس وویل، د ولایتونو او مرکز تر منځ واټن باید لیرې شي، له همدې امله مې تصمیم نیولی دی چې په هرو دو اونیو کې یو شمېر والیان مرکز ته راشي او د امنیت شورا او کابینې په غونډو کې ګډون وکړي. جمهوررئیس څرګنده کړه، هڅه کوم چې د ویډیو کنفرانس له لارې هم له ۳۴ ولایتونو سره په اړیکه کې اوسم او وضعه کنټرول کړو. جمهور رئیس محمداشرف غني زیاته کړه، د شته ستونزو باوجود حکومت هڅه کوي چې ځوانانو ته کاري فرصتونه زیات کړي. جمهور رئیس وویل، د کرنې په برخه کې به زیات تمرکز وکړي. هغه زیاته کړه، هغوی چې د خلکو ځمکې یې غصب کړې دي د قانون منګولو ته به وسپارل شي. جمهور رئیس د لوګر د مس عینک کان په تړون کې ستونزو ته په اشارې وویل، دا ستونزه باید د کانونو وزارت له لوري ژر تر ژره حل شي. جمهور رئیس غني وویل، سږکال به د کانکور د ازموینې پروسه د تېرو کلونو په پرتله شفافه او متفاوته ترسره شي. جمهور رئیس محمداشرف غني د سولې په هکله وویل، ټول باید د سولې په هکله لاسونه سره ورکړو ، ځکه جنګ نن ورځ په موږ تحمیل شوی دی او هغوی چې په غلطه لاره ځي، باید تګلوری یې بدل کړو. د هېواد جمهور رئیس وویل، په افغانستان کې د تحمیل شوي جنګ قېمت زیات دی، که په موږ جنګ نه وای تحمیل شوی، نو دغه منابع به مو د زرګونو ښوونځیو، پوهنتونو او لویو لارو په جوړولو لګولې وای.