ملي تدارکاتو کمیسیون له ۸،۸ میلیارد څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۷ قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمیسیون له ۸،۸ میلیارد څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۷ قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

دکمیسیون په دې غونډه کې د اته میلیارد، ۸۵۸ میلون، ۱۸۴ زره او شپږ  افغانیو په ارزښت ۲۷ بېلابېل قراردادونه منظور شول. په منظور شویو قراردادونوکې د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د مخابرې ریاست د اړتیا وړ د کمپیوټري نوي سیستم د درې قلمه تجهیزاتو د برابرولو او تدارک قرارداد، د عامې روغتیا وزارت اړوند ۱۷ بېلابېلو ولایتونو کې د لومړنيو روغتیایي خدمتونو بستو (BPHS) او د روغتونونو ضروري خدمتونو بستو (EPHS) مشورتي خدمتونو قراردادونه، د مالیې وزارت اړوند د خزاینو لوی ریاست د اړتیا وړ  د ټکنالوژۍ د تجهیزاتو د اخیستلو د پروژې او همداراز د افمس سیستم د سافټویر د ارتقا‌‌ء پروژه؛  د منظور شویو پروژو له جملې څخه دي.

ملي تدارکاتو کمیسیون د ټولګټو او ښار جوړولو وزارتونو او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې وړاندیزونه د تخنیکي ستونزو له امله بېرته اړوندو ادارو ته ولېږدول.

د کمیسیون په غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د عامې روغتیا ورازت اړوند پروژو په هکله سپارښتنه وکړه چې  اړوند ولایتونه (ولایت مقام) دې د قرارداد او قراردادي په هکله کره پلټنه وکړي. هغه ټینګار وکړ؛چې د دغو پروژو د ښه تطبیق په موخه دې، د هغو په څارنه کې ګټه اخستونکي هم شامل کړای شي.

د کمیسیون په دې غونډه کې د ملي دفاع او مالیې وزارتونو اړوند پروژې هم د ځينو لازمو شرطونو په اساس منظور شوې.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر غړو سربېره، دملي تدارکاتو ادارې مسئولینواو د روڼتیا په برخه کې دسیګار، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون،د مشرانو جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون،اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس او سیستیکا ادارې غوڅ ملاتړ   څارونکو  هم حضور درلود.