د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د ۴۹۰میلیون افغانیو په ارزښت ۶ قراردادونه منظور شول، چې په دغو کې د کجکي بريښنا بند دویم نمبر توربین د نصبولو او فعالولو پروژې تعدیل، د یو میلیون ټوکه بريښنايي پاسپورټونو تدارک، د لوړ زده کړو وزارت کادري روغتونونو او لیلیو اعاشوي توکي، د ملي دفاع وزارت قرطاسیه او ودانیزې چارې شاملې دي.
دغه غونډه کې د المار، مچلغو او پاشدان بندونو قراردادونه چې په تېرو کلونو کې شوي و او د کار د کیفیت او پرمختګ له پلوه یې ستونزې درلودې فسخه کول یې تاييد شول.
کمیسیون د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده ورکړه، چې د یادو بندونو د پاتې کارونو د بشپړولو په منظور دې نوې او چټکه تدارکاتي پروسه پیل کړي. همدارنګه پرېکړه وشوه، هغه قراردادي شرکتونه چې بي پروايي یې کړې وه، د یادو پروژو په قراردادونو کې له درج شویو شرایطو سره سم دې جریمه شي.
همدارنګه غونډه کې د انرژۍ او مالیې وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې د هرات ولایت د پاشدان د بند څیرمه اوسیدونکو د اوبو ستونزې د حل په برخه کې اقدامات وکړي.
ملي تدارکاتو کمیسیون د بلخ ولایت ګمرګ د احاطې لپاره د پنځه زره جریبه ځمکې احاطوي دېوال جوړولو او د فارمسي ریاست د اړتیا وړ ۴۷ قلمه درملو د تدارک قراردادونه رد کړل او پریکړه وشوه چې د روغتیا وزارت قراردادونه دې د با صلاحیته پلاوی وارزي.
دغه غونډه کې هغه څلور پروژې چې د ښارجوړولو او ملي دفاع وزارتونو او د برېښنا شرکت پیشنهاد کړې وې، د لا زیاتې ارزونې او د تخنیکي نواقصو د رفع کولو لپاره اړوندو ادارو ته ور وګرځول شوې.
ملي تدارکاتو کمیسیون د پوهنې وزارت وړاندیز چې غواړي له کارته چهار او افشارو څخه خپل دفترونه ګلبهار سنټر ته ولیږدوي تایید کړ، تر څو مراجعینو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ملي تدارکاتو کمیسیون خپلو ۶۰اونیزو غونډو کې له ۱۸۰۰څخه زیاتې ودانیزې، خدماتي او د اجناسو پروژې ارزولي چې له هغې جملې څخه یې د ۱۵۷میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۵۷۵پروژې منظور کړي دي.
په دغه غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې او عدلیې وزارتونو وزیرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست، په زیربنايي چارو کې د جمهور رئیس سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون، د پارلماني شفایت کاکس، د سګار ادارې او قاطع ملاتړ سیستیکا د شفافیت ناظرینو ګډون درلود.