د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ته د هرات مصلی د پنځم منار د بیارغاونې په اړه د اغاخان فرهنګي عمومي مدیر ځوابیه لیک رسېدلی دی.
په دغه لیک کې چې د افغانستان حکومت د غوښتنې په ځواب کې لیکل شوی راغلي چې اعلیحضرت شهزاده کریم اغاخان د افغانستان حکومت د دې وړاندیز هرکلی کوي او د هرات د مصلی پنځم منار د بیارغاونې لپاره مو پر موږ له کړي باور څخه مننه کوو. اعلیحضرت دغه پروژه تائیدوي او ټینګار کوي چې ډېر ژر یې کارونه پیل شي.
یاد لیک زیاتوي، اغا خان بنسټ د خپلو فرهنګي برنامو له لارې په هرات کې د عبدالله انصاري تیموري عبادتځای او د اختیارالدین ارګ رغاولي او د نهمې پېړۍ د بلخ نهه ګنبدي تاریخي جومات د ډېر پېچلي جوړښت د تحکیم په برخه کې یې هم کار کړی . په دې برخه کې لازمه تجربه او تخصص لري.
جمهوررئیس وویل، د هرات مصلی پنځم منار د سروې او بیارغاونې د لومړۍ مرحلې مالي لګښت د افغانستان حکومت برابروي او په دویمه مرحله کې به د اساسي تمویل لپاره دافغانستان اسلامی جموری دولت د بین المللي همکارانو په مرسته مالي امکانات برابر او تخنیکي چارې به یې اغاخان فرهنګي بنسټ ترسره کړي.