د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو او استازو سره په کتنه کې د ټاکنو ملي پروسې په اړه خبرې وکړې.
دغه ناسته چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو په ټاکلي وخت د ټاکنو د ترسره کېدو، د ټاکنو د هراړخیزې څارنې، شفافیت، د رای ورکولومرکزونو د پرانیستې او عادلانه ټاکنو اړوند نور حقوقي مسائل له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د ټاکنو په اړه د سیاسي ګوندونو او جریانونو د ګډ لیدلوري او وړاندیزونو هرکلی وکړ او د افغانستان سیاسي ګوندونه یې له دې امله وستایل چې په ګډ تفاهم پر مهمو ملي مسائلو بحث کوي.
جمهوررئیس زیاته کړه، رڼې، سرتاسري او عادلانه ټاکنې د هېوادوالو غوښتنه ده او حکومت د سیاسي ګوندونو په ګډه همکارۍ د رڼو او سرتاسري ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی. همدارنګه یې له سیاسي ګوندونو او خلکو وغوښتل چې د ټاکنو ملي پروسې په څارنه کې فعاله ونډه واخلي.
د هېواد جمهوررئیس پر خپل وخت د ټاکنو په ترسره کېدو د ټینګار ترڅنګ د سیاسي ګوندونوله مشرانو څخه وغوښتل چې د ټاکنو د همغږۍ غونډې ته خپل فعال استازی له عملي طرحو سره ور وپېژني. هغه زیاته کړه، د ټاکنو اړوند مسائلو حقوقي اړخونه چې په وړاندیزونو کې یې یادونه شوې وه، د اړوندو بنسټونو له حقوقي تعبیر وروسته به روښانه او پایلې به یې له دوی سره شریکې شي.