جمهور رئیس غني په داووس ښار کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د نړیوالو بنسټونو له مسوولینو سره وکتل

جمهور رئیس غني په داووس ښار کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د نړیوالو بنسټونو له مسوولینو سره وکتل

۱۳۹۴ل د سلواغې ۲

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د  نړۍ د اقتصادي مجمع له موسس او اجرائیه رئیس پروفیسور کلاوس شواب او د امریکا کانګرس د دفاعي چارو کمېټې له مشرمک تورن بیري او د نړیوال  بانك مشر ښاغلى كيم سره په جلا جلا توګه وکتل.

جمهور رئیس غني سویس هېواد ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د یادو کتنو تر څنګ ”بشردوستانه ناورین ته د ځواب ورکولو“ او ”د ۲۰۱۶ کال لپاره اړتیاوې“ په دوه جلا غونډو کې هم ګډون وکړ.

جمهور رئیس غني په دغو کتنو کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د بنسټونو له مسوولینو سره له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس په دغو ټولو کتنو کې د  عمده نړیوالو بنسټونو د مسوولینو او د  نړۍ د رهبرانو پام د افغانستان د خلکو سرښندنوته راواړاوه او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې زموږ پر خلکو د تحمیل شوي جنګ او د ترهګریزو ډلو له خوا د بې ګناه خلکو د وژلو د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.

جمهور رئیس غني د افغانستان اقتصادي ودې ته په پام په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو یادونه وکړه او بهرني پانګوال یې دېته وهڅول، چې په افغانستان کې په بېلابېلوپه ځانګړي ډول د صحت او انرژي په برخو کې پانګونې وکړي.