جمهور رئیس غني: هر هېوادوال دې حد اقل یو نیالګی کېږدي

جمهور رئیس غني: هر هېوادوال دې حد اقل یو نیالګی کېږدي

۱۳۹۴ل کال د کب۲۰

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ارګ په محوطه کې یو نیالګی کېښود. جمهور رئیس د نیالګي د کرلو پرمهال وویل، د ژوند د چاپیریال ساتنه زموږ د ټولو اسلامي او ملي دنده ده.

جمهور رئیس زیاته کړه، نسلونه په خپلو کې زنځیري اړیکې سره لري او نن چې زه کوم نیالګی کرم دا د راتلونکو نسلونو لپاره دی.

محمد اشرف غني د نیالګیو د کېښودلو مراسمو د تبریکي په ترڅ کې له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې هر یو دې د سرسبزي او شینوالي په خاطر یو نیالګی کېږدي.

جمهور رئیس وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت په ۵۵۰ هکتاره ځمکه کې د کابل ښار شین کمربند پیلوي، چې څو کاله وروسته به دا کمربند لس زره هکتاره ځمکه ونیسي.

جمهور رئیس غني د هېواد د ځنګلو په احیا کولو هم ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، د ژوند د چاپیریال له پلوه زموږ موخه د هغه کابل احیا ده چې بابرشاه ورته لېواله وو.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې ټولو هېوادوالو ته د نوي کال مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان ټول خلک د طبیعت په شینوالي کې زیاته ونډه واخلي.

همدارنګه د کابینې یو شمېر غړیو، د مدني ټولنې، محصلینو، ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې ریاست استازیو په کابل بادام باغ کې د کابل د شنه کمربند د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د نیالګیو په کېښودلو سره یې د چاپیریال په شینوالي کې ونډه واخیسته.