د ډګر جنرال حاجي شېرعلم د وفات په مناسبت د جمهوررئیس محمداشرف غني د تسلیت پیغام

د ډګر جنرال حاجي شېرعلم د وفات په مناسبت د جمهوررئیس محمداشرف غني د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
په ډيرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې ډګرجنرال حاجي شېرعلم د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انالله واناالیه راجعون
ارواښاد ډګر جنرال حاجي شېرعلم د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د برحقه جهاد په کلونوکې د تکړه مجاهد او قومندان په توګه د هیواد د دفاع لپاره د قدر وړ هلې ځلې او مبارزه وکړه. نوموړی د ژمن او خواخوږي افغان په توګه د هیواد د ابادۍ، پرمختګ او د هیوادوالو د سوکالۍ ارمانجن و، د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د ډګرجنرال حاجي شېرعلم د وفات له امله د هغه کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوم او د خدای تعالی په دربارکې مرحوم ته د فردوس جنت دعا کوم.
محمداشرف غني
د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس