د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې والیانو هم د ویډیو کنفرانس له لارې حضور درلود، په پیل کې جمهوررئیس غني یو ځل بیا پر کابل پوهنتون د هیواد د امنیت او سولې دښمنانو وحشیانه برید وغانده او اړوند ارګانونه یې پر کابل پوهنتون د برید د ابعادو په اړه د لازمو تحقیقاتو او د جمهوري ریاست ملي انکشاف ملاتړی او عملیاتي واحد یې د حقوقي روزنې ملي مرکز ودانۍ بیا ترمیم ته موظف کړل.
وروسته د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د مسودې د برابرولو او ترتیب په خاطر د مالیې وزارت رهبري او کارکوونکو مننه وشوه او د مالي معین او ټولو اړوندو مسوولینو د زیار د تقدیر په خاطر لارښوونه وشوه.
وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت کابینې د۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې مسوده تایید کړه.
ورپسې د افغانستان برېښنا شرکت غوښتنه د دغه شرکت د پورونو تبدیلي د مالیې وزارت پر ونډو او په ټولو ولایتونو کې د یو ډول او برابرې برېښنا تعرفې طرحه او د اندازې وړ او واضح معیارونو ته په پام د دولتي ادارو د برېښنا لګښت او بیو په اړه د مشخصو ارقامو د وړاندې کولو په موخه د یاد شرکت ګومارنه، تصویب شول.
کابینې همداراز د عامه لګښتونو او مالي چارو د تنظیم مقررې ۲۲ مادې لومړۍ فقرې ۵ جز تعدیل لومړۍ ګڼې ضمیمې طرحه، د (هایدرو کاربونونو) ګازو او تېلو مقررې طرحه، د برېښنا شرکت اساسنامې طرحه او د سروې او کادستر قانون طرحه تصویب کړه.
په همدې ترتیب کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د (USAID) له لورې د ۳،۴ میلیون امریکایي ډالرو مرستې د منظورۍ په خاطر د اقتصاد وزارت غوښتنه، تصویب شوه.
د کابینې د غونډې په پای کې، نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له نه مصرف شویو پیسو څخه د هلمند ولایت پوهنتون جوړولو په خاطر د یو میلیون او پنځه سوه زره امریکایي ډالرو معادل تخصیص ستونزې د حل په اړه د لوړو زده کړو او مالیې وزارت غوښتنه، تصویب شوه.#