جمهور رئیس غني د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

جمهور رئیس غني د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

۱۳۹۵ د سلواغې ۱۶

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیر بورج برنډي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر له تور لېست څخه د حزب اسلامي افغانستان د رهبر ګلبدین حکمتیار د نوم د حذفولو هرکلی وکړ وې ویل، دا موضوع د افغانستان د سولې او ثبات په تامین کې مرسته کولی شي.

ښاغلي برنډي سختو شرایطو ته په پام د افغانستان حکومت د عوایدو زیاتوالی مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته ادامه ورکوي.

د هېواد جمهور رئیس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د ناروې له ځواکونو څخه چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې همکاري کوي، مننه وکړه. هغه همدارنګه په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې له افغانستان څخه د ناروې د ملاتړ قدرداني وکړه.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د اوبو مهارول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي او ناروې په دې برخه کې ښې تجربې لري. هغه له افغانستان سره د دې تجربو د شریکولو او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې له اوبو څخه د ښې ګټه اخیستنې او د مالیې ټولولو او اداري فساد سره د مبارزې ښې لاسته راوړنې لري. هغه همدارنګه زیاته کړه چې د دې برخو ترڅنګ به یې هېواد د معارف په برخه کې هم ډېره همکاري وکړي.

هغه د هېواد جمهور رئیس ته بلنه ورکړه چې په اسلو کنفرانس کې چې په پام کې ده راتلونکی کال په ناروې کې جوړ شي ګډون وکړي. دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د انکشافي، امنیتي، د سولې د تامین په اقداماتو، د ۲۰۱۷ کال د لرلید او سیمه ییزه همکاریو په اړه هم بحث او خبرې وکړې