جمهور رئیس غني د شهید محمد داوود خان روغتون څخه لیدنه وکړه

جمهور رئیس غني د شهید محمد داوود خان روغتون څخه لیدنه وکړه

۱۳۹۵ل د کب ۱۸

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د شهید محمد داوود خان روغتون بېلابېلې برخې وکتلې.

جمهور رئیس ته د کتنې پرمهال ډاکټر عبدالرزاق سیاووش د یاد روغتون د وضعیت په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د نننۍ تروریستي پېښې په جریان کې ټول ټپیان او ناروغان د دې روغتون نورو برخو ته منتقل شول او په عادي شکل هغوی ته د خدماتو وړاندې کول جریان لري.

جمهور رئیس د ناروغانو او ټپیانو د نجات لپاره د  ډاکټرانو او سرتېرو له زړورتیا او اتلولیو څخه په مننې وویل، تاسو نن اتلولي وکړه او خپل هېوادوال مو وژغورل.

جمهور رئیس غني ډاکټر سیاووش ته په خطاب کې وویل، ژر تر ژره د روغتون د زیانمنو شویو برخو او تجهیزاتو بشپړ راپور برابر کړي چې په رڼا کې یې د شهید محمد داوود خان روغتون د بیا رغاونې عاجل اقدامات وشي.

جمهور رئیس وروسته د نننۍ تروریستي پېښې د ټپیانو د حالت د پوښتنې لپاره وزیر محمد اکبر خان روغتون ته لاړ چې په یاد روغتون کې یې درملنه کېږي.

ځینو ټپیانو د ډاکټرانو، ټپیانو او ښځو پر وړاندې په خپلو سترګو لیدلې د تروریستانو بې رحمۍ او جنایتونه جمهور رئیس ته بیان کړل. 

 

جمهور رئیس له هغو ډاکټرانو څخه چې د ټپیانو په درملنه بوخت وو، مننه وکړه او وې ویل، ستاسو نننۍ فداکاري افغانستان او بشریت سره ستاسو تعهد ښیي.

محمد اشرف غني زیاته کړه: هغه ډاکټران او سرتېري به چې د ټپیانو د نجات لپاره یې فداکاري ښودلې تقدیر شي.