د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د طب او غاښونو ډاکټرانو د نوم لیکنې الکترونیکي سیستم د لومړي پړاو د پرانیستې مراسمو کې چې د افغانستان د طبي شورا په نوښت جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د افغانستان د طبي شورا رئیسې ډاکټر نسرین اوریاخېل د طب او غاښونو ډاکټرانو د نوم لیکنې الکترونیکي سیستم په اړه معلومات ورکړل، وې ویل، باکیفیته خدمات او د ناروغانو مصونیت د روغتیا سکتور له مهمو اجنډاو څخه دي.
هغه زیاته کړه، د ډاکټرانو ثبتول او د هغوی د کړنو قانوني کول له لومړنیو ګامونو څخه ګڼل کېږي او د ډاکټرانو ثبت موږ ته دا اسانتیاوې برابروي چې د ډاکټرانو د شمېر، د تحصیلاتو او تجربو د کچې په اړه معلومات ترلاسه کړو او دا نوم لیکنه په ملي او بین المللي کچه د هغوی اعتبار زیاتوي.
د اروپايي ټولنې د ټولنیز انکشاف برخې رئیس ګابریل اوکتاویان لیونتي یادو مراسمو ته د خبرو پرمهال وویل: د ډاکټرانو انلاین ثبتول د اروپایي ټولنې اوږدمهاله مرستې ښیي او دا ټولنه له ۲۰۰۱ کال راهیسې په بېلابېلو په ځانګړي ډول صحي برخوکې له افغانستان سره همکاري کوي.
لیونتي وویل، اروپایي ټولنه معلولینو سره د مرستې، غذایي مصئونیت او دولت جوړولو په برخه کې هم له افغانستان سره همکاري کوي.
هغه څرګنده کړه، د هند طبي شورا سره یې د افغانستان د طبي شورا د لیدنو لړۍ برابره کړې، تر څو خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي. هغه زیاته کړه، اروپایي ټولنه د نرسانو او قابلو د ظرفیت لوړولو په موخه د افغانستان دولت د پروګرامونوملاتړ کوي.
وروسته جمهور رئیس غني دغو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، د تلفاتو د مخنیوي په خاطر ستاسو د هلو ځلو، د طبابت اخلاقتو ته ستاسو د ژمنتیا او سپینې چپنې چې اغوستې مو ده مننه کوم.
جمهور رئیس د ټپیانو او ناروغانو د درملنې په موخه د ډاکټرانو هلې ځلې وستایلې وې ویل: دا ورځ به د هېواد په تاریخ کې د صحي خدماتو وړاندې کولو او معیاري کولو کې د تحول د ورځې په توګه مطرح وي.
جمهور رئیس غني د هېواد ډاکټرانو ته په خطاب کې وویل: تاسو د هېواد غوره کدرونه یاست او خلک پر تاسو حساب کوي.
جمهور رئیس پر دې په ټینګار چې د افغانستان د روغتیایي خدمتونو معیاري کول په ډاکټرانو او د دې برخې په کارکوونکو پورې اړه لري وویل: د روغتونونو د بدلون، د صحي سیستم د معیاري کولو او د ډاکټرانو د سویې د تثبیت په برخه کې هر اخیستل شوی ګام په حقیقت کې د میلیونونو انسانانو ژغورل دي.
هغه زیاته کړه، بې له معیاري کولو د خدماتو مرکز او نظم نشو لرلی او یو معیاري روغتون له غیر معیاري روغتون سره زیات تفاوت لري.
جمهور رئیس وویل: واضح اړتیا ده چې د طبي ګرځندوی بڼه بدله کړو، که معیاري روغتونونه ونه لرو، د خلکو او دولت سلګونه میلیون ډالر له هېواده بهر مصرفېږي.
جمهور رئیس غني د هېواد د روغتیایي بنسټونو په غیر سیاسي کولو ټینګار وکړ او وې ویل، د پراخو اصلاحاتو اړتیا د خلکو غوښتنه ده.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې د روغتیا په برخه کې د وزارتونو او اړوندو بنسټونو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ترمنځ د سرتاسري همغږۍ پر اړتیا ټينګار وکړ.