جمهوررئیس غني د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال سره وکتل

جمهوررئیس غني د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار اوکتامو ویچ عمرزاکوف سره په ارګ کې وکتل.د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمهوررئیس غني ته د خپل هیواد د جمهوررئیس د سلامونو او د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې د مبارکۍ پرمهال وویل، هیواد یې په افغانستان کې د سولې د تامین او د حکومت د برنامو هراړخیز ملاتړ کوي. په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اوزبیکستان د اړیکو او اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې. جمهوررئیس غني د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال څخه وغوښتل چې جمهوررئیس میرضیایف او د اوزبیکستان خلکو ته د ده او د افغانستان د خلکو سلامونه او نېکې هیلې ورسوي.