ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهویت د سعودي عربستان په جنوب کې پر ملکي هوایي ډګر د حوثي یاغیانو راکټي برید چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي، په سختو ټکو غندي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دغې پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا د دعا ترڅنګ د سعودي عربستان دولت او خلکو ته د خواخوږۍ او یووالي مراتب وړاندې کوي او له افراطیت او تاوتریخوالي ډکې کړنې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه بولي.