امیرالمؤمنین

امیرالمؤمنین

د افغانستان اسلامي امارت اوسنی زعیم امیر المؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده صاحب زموږ د هیواد له وتلیو علمي، جهادي او سیاسي شخصیتونو ګڼل کیږي، چې نړیوال او هیوادوال یې معرفت ته اړتیا لري. د همدې لپاره د نوموړي په اړه په واقعي معلوماتو بناء ژوندلیک درته وړاندې کوو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده د شیخ مولوي محمد خان زوی او د مولانا خدای رحیم صاحب لمسی په ۱۳۸۷ هـ ق کال درجب المرجب میاشتې په ۱۵ نېټه ( چي د ۱۳۴۶ هـ ش کال د میزان له ۲۸ سره برابره ده) د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د ناخوني کلي په یوې علمي اومتدینې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې او د ژوند لومړنۍ مرحله يې د خپل والدصاحب تر علمي پالنې او روزنې لاندې تېره کړه .

 

کورنۍ یې :
د شیخ صاحب علمي کورنۍ د سیمې په کچه له پېړیو ، پېړیو را هیسې په علم ، فضیلت او تقوا کې شهرت لرلی.
د یادې علمي کورنۍ اصلي مسکن د افغانستان په جنوب لویدیځ کندهار ولایت کې د تخت پل ولسوالۍ ده چې وروسته د کندهار ولایت پنجوایي ولسوالۍ ته نقل شوې او خپله شیخ هبة الله اخند زاده صاحب تولد هم د پنجوایي ولسوالۍ په ناخوني کلي کې شوی دی .
والد صاحب یې شیخ مولوي محمدخان د خپلو همعصره علماوو په منځ کې په علمي او فقهي لحاظ تر ټولو مشهور علمي شخصیت او په خپله ټولنه کې له ځانګړي علمي او ټولنیز اعتبار څخه بر خمن و.
نوموړي د یوه دیني عالم په حیث د سیمې د خلکو په علمي روزنه او اصلاح کې ځانګړی رول درلود، په خپل محیط کې يې د تدریس ، تبلیغ ، دعوت او اصلاح دنده پرمخ وړله او ډېر علمي شاګردان یې د دین د خدمت او دفاع لپاره روزلي وو .
په ۱۳۵۷ هـ ش کال کې چې کمونستانو د نورمحمد تره کي په مشري کودتا وکړه او د هیواد پر سیاسي اقتدار یې منګولې ولګولې، شیخ مولوي محمد خان صاحب د خپلې سیمې په کچه د هغولومړنیو جهادي عالمانو له جملي څخه و چې د کمونستانو او د هغوی د الحادي واکمنۍ پرخلاف یې قیام وکړ او د سیمې مسلمان اوسېدونکي چې وار تر پخوا د شیخ صاحب له اسلامي روزنې او دعوت څخه متأثر وو، په دغه جهادي قیام کې د نوموړي تر شا ودرېدل .
ملحدو کمونیستانو دا کار د خپلې نوې واکمنۍ پرخلاف تهدید وباله او د سیمې د جهادي قیام د اصلي محرک شیخ صاحب محمد خان د له منځه وړلو په فکر کې شول.
د الحادي حکومت امنیتي ځواکونه د شیخ صاحب د اسارت او نیولو لپاره د نوموړي کور او مدرسې ته راغلل، خو شیخ صاحب ته الله تعالی نجات ورکړ او وړاندې تر دې چې هغوي یې د اسارت هڅه وکړي شیخ صاحب د کندهار ولایت د ریګ سیمې ته مهاجر او هلته يي د نورو مجاهدینو په ملتیا د کمونیستانو پر خلاف مبارزه پیل کړه.
په کندهار ولایت کې د جهادي مقاومت په پراخوالي او تدریجي بریالیتوب سره شیخ مولوي محمد خان صاحب بېرته ولس مېشته سیمو ته راغی او د ژوند تر پایه یې خپل جهادي او علمي خدمت جاري وساته .
شیخ هبة الله اخندزاده د والد صاحب تر وفات وروسته په سیمې باندې د شوروي اشغالګرو د وحشیانه مظالمو له وجې د نورو سلګونو زره هیواد والو په جمله كې د خپل کلي او کور پرېښودلو ته اړ او ګاونډي هیواد پاکستان ته مهاجر شو او هلته یې د بلوچستان سرحدي ایالت د ځنګل پیر علي زي په مهاجر کیمپ کې د نورو هیوادوالو ترڅنګ د خپل هیواد د آزادي او اسلامي حاکمیت د راتللو په غرض د هجرت ترخې لحظې پرځان ومنلې.


دیني زده کړې یې:
شیخ هبة الله صاحب د خپل پلار د نارینه اولادونو په منځ کې دویم اولاد و چې د دیني علومو د زدکړو پیل یې هم له خپل والد صاحب څخه وکړ، د قرآن کریم قرائت، فقهي اولیات، صرف، نحو، عربي ادب، معاني او اصول الفقه یې تر منځنۍ دورې پورې له خپل والد صاحب څخه وویل .
تر هغه وروسته یې د لوړو شرعي زده کړو د حصول لپاره د سیمې مشهورو مدارسو اوجامعاتو ته مخه کړه .
هلته يې ټول مروجه علمي فنون بشپړ او په ۱۴۱۱ هـ ق کال کې د سیمې په کچه په مشهور و عالمانو شیخ الحدیث مولوي محمدجان اغا صاحب او شیخ الحدیث مولوي حبیب الله صاحب باندې د احادیثو نهايي دوره پایته ورسوله او د لوړو شرعي زده کړو د اکمال په غرض يې د فضیلت دستار پر سرکړ.


جهاد او سیاسي مبارزه یې :
کوم مهال چې شیخ صاحب د دیني زده کړو د وروستۍ مرحلې په درشل کې و، په هیواد کې د شوروي اشغالګرو په مقابل کې د وسله وال مقاومت سنګرونه ډېر ګرم وو .
دا داسې وخت و چې د هر افغان په تېره په علمي کورنیو او حلقاتو پورې تړلیو نویو ځوانانو ډېره لیوالتیا دې ته وه چې په جهادي جبهاتو کې د شوروي اشغالګرو او داخلي کمونیستانو پرضد جهاد وکړي .
شیخ هبة الله صاحب چې له اصله یې په یوې علمي اوجهادي کورنۍ پوري تعلق و تر بل هرچا ډېر له شوروي یرغلګرو او داخلي کمونیستانو سره د جهادي او فکري مقابلې لېوال و. نوموړي د خپلو زده کړو او تعلیم په مهال هم جبهې ته د تللو لپاره مهال وېش جوړ کړی و.
نوموړی به د مدارسو په کلنۍ رخصتي کې د کندهار ولایت د مشهور جهادي قومندان ملا حاجي محمد اخند جبهې ته تلو او هلته به یې عملا له شوروي یرغلګرو سره په جهادي مقاومت کې برخه اخیسته .
د ملا حاجي محمد اخند جهادي جبهه د هیواد د جنوب غرب په سطحه مشهوره جبهه وه چې په هغې کې د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد (منصور ) په شمول د طالبانو ډېر و نورو مهمو مسؤلینو لکه د اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند او نورو ګڼو مسؤلینو شموليت درلود .
یادي جبهې د جهاد په اوائلو کې د مرحوم مولوي محمد نبي (محمدي) په مشرۍ په حرکت انقلاب اسلامي تنظیم پورې تړاو درلود ، وروسته بیا د مرحوم مولوي محمد یونس (خالص) په مشرۍ حزب اسلامي پوري مربوط شوه .
شیخ هبة الله صاحب د دې جهادي جبهې له مهمو غړیو څخه داسې یو شخصیت و چې د جبهې د غړیو او مجاهدینو په منځ کې له ښه جهادي او علمي حیثیت څخه برخمن و .
نوموړي له شوروي اشغالګرو سره د مقابلې په مهال د اسلامي امارت له دواړو مشرانو مرحوم امیر المؤمنین ملامحمد عمر(مجاهد) او شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد (منصور) سره عملا د مجاهدینو په مشترکو پوځي مرکزونو کې برخه اخیستې او یوځل زخمي شوی هم دی .
شیخ صاحب په جهادي جبهاتو کې د مشارکت پرمهال هم ډېر ترکیز پردې خبرې کاوه چې مجاهدین باید د الحاد او نورو باطلو مفکورو په وړاندې په علمي او فکري لحاظ وروزل شي ؛ ځکه ملحدو کمونیستانو او د هغوی حامي شورویانو زمونږ پرهیواد د پوځي یرغل ترڅنګ فکري یرغل هم کړی ، او په ډېرو حالاتو کې د فکري یرغل مقابله د پوځي هغه په نسبت ډېره مهمه او ضروري وي .
همدا وجه وه چې شیخ صاحب به هم په جبهه او هم په مدرسه کې د مجاهدینو په فکري روزنې ډېر اهتمام درلود او په دې اړه يې په خپل وخت کې د پام وړ فعالیت تر سره کړی.


په شرعي علومو کې یې درسي تفوق :
شیخ صاحب هبة الله د شرعي علومو په تېره د فقهې ، اصول الفقه ،تفسیر او حدیثو په تدریس کې ځانګړی مهارت او استعداد لري.
په ۱۴۱۱ هـ ق کال کي د فراغت له مهاله بیا د اسلامي امارت د زعیم په حیث د ټاکل کیدو تر وخته یې له نورو ټولو جهادي او وظیفوي مصروفیتونو سره سره د یادو علومو تدریس جاري ساتلی او زیات تعداد شاګردان يې په دې برخه کې روزلي.
نوموړی ته چې د شیخ لقب ورکړل شوی هم لامل یې دادی چې د صحاح سته او اصول الحدیث په تدریس کې برلاس لري او د احادیثو د تدریس سند يې د شیخ الحدیث مولوي محمدجان اغا صاحب او شیخ الحدیث مولوي حبیب الله صاحب له لارې په متصل سند سره تر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پوري رسېږي.


د طالبانو په اسلامي تحریک کې یې تأسیسي رول :
له افغانستان څخه د شوروي اشغالګرو تر وتلو او بیا د کمونیستي نظام تر سقوط وروسته چې کله په هیواد کې تنظیمي جګړې پیل شوې، شیخ صاحب هبة الله د خپلې جبهې د نورو غړیو په څېر له جنګ جګړو لیرې په خپلو علمي او اصلاحي فعالیتونو مصروف شو.
سره له دې چې کندهار ولایت د تنظیمي جګړو ډګر او د پخوانیو تنظیمونو ډېری قومندانان ورکې اخته شول، خو شیخ صاحب د یوې جهادي جبهې د علمي استاد او مربي په حیث له همدغو تنظیمي جګړو څخه خپلو علمي او اصلاحي فعالیتونو ته مخه کړه.
کله چې د تنظیمي جګړو او فساد په مقابل کې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو اسلامي تحریک رامنځ ته شو شیخ صاحب هبة الله د دې تحریک د مؤسس د یوه جهادي ملګري په حیث د تحریک له پیل نه دهغه ترڅنګ ودرېده.
په جنوب لویدیځه حوزه کې د طالبانو د اسلامي تحریک تر پرمختګ او په ياده حوزه کې د تحریک د مشر تابه لخوا د اداري تشکیلاتو په سلسله کې په کندهار ولایت کې د نظامي محکمې اداره هم جوړه شوه .
په یاده محکمه کې د هیواد په کچه مشهور علمي او مسلکي اشخاص راغونډ کړل شول چې د هغوی له جملې یوهم شیخ صاحب هبة الله و چې د تحریک مشر تابه د جهاد په مهال کې په ښه علمیت، فقاهت او تقوی سره پېژانده .


د نظامي محکمې د رئیس په توګه :
په ۱۳۷۵ لمریز کال چې مرکز کابل د اسلامي امارت د ځواکونو تر ولکې لاندې راغی، نو شیخ صاحب د مرحوم امیر المؤ منین ملا محمد عمر (مجاهد) د یوه ځانګړي فرمان له مخې په کابل کې د نظامي محکمې د رئیس په حیث وټاکل شو.
په کابل کې د نظامي محکمې تر تنظیم او په هغه کې تر مطلوبو اصلاحاتو راوستلو وروسته په شرقي زون کې ورته د نظامي محکمي مسؤلیت وسپارل شو.
په شرقي زون په تېره ننګرهار ولایت کې د نظامي محکمې اړوند تر ترتیب او هلته تر دوه کلن فعالیت وروسته بېرته د امیر المؤمنین ملامحمد عمر(مجاهد) په حکم كابل ته راغى او هلته د اسلامي امارت د واکمنۍ تر اخره د نظامي محکمې د مسؤل په حیث پاتې شو.
د اشغالګرو په وړاندې د دوباره جهاد په پیلولو کې یې مهم رول:
په ۱۳۸۰ هجري شمسي کال کې چې امریکايي یرغلګرو د خپلو غربي ایتلافیانو په ملتیا پر افغانستان یرغل وکړ او د اسلامي امارت مشرتابه له تکتیکي وقفې وروسته د یرغلګرو په وړاندې د مجاهدینو دوباره تنظیم او انسجام پیل کړ، شیخ هبة الله اخندزاده صاحب د نورو مسؤلینو په ملتیا د جهاد او اعداد په دې حساسه مرحله کې خپل ځانګړی مؤثر رول درلود.
هغه مهال چې د امریکايي یرغلګرو د زیات تعقیب او څارنې له امله د هر ډول جهادي فعالیت تر سره کول تقریبا ناشونی ګڼل کېده، شیخ صاحب هبة الله د څو تنو نورو مجاهدو شیخو او علماوو په ملتیا د هیواد په دې حساس پړاو کې د مجاهدینو په تنظیم او ترتیب کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې .
مرحوم شیخ صاحب غلام حیدر، شهید شیخ صاحب عبدالسلام او محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حفظه الله له شیخ صاحب هبة الله سره په دې تاریخي خدمت کې یوځای وو، چې مسلمان هیوادوال یې له صلیبي یرغلګرو سره د جهادي مقاومت سنګرونو ته رابلل او په علمي لحاظ یې د قراني ارشاداتو او نبوي احادیثو په بیانولو سره هغوی د خدای د کلمې د لوړ والي او له دین او عقیدې څخه د دفاع لپاره جهاد ته تشویقول.
د شیخ صاحب هبة الله او دهغه د باعزمه ملګرو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو ، عالمانه ویناوو ، بلیغ او فصیح استدلال برکت و چې په افغانانو کې یې د هغوی له ټولو مایوسیو او ستړیاوو سره سره د صلیبي یرغلګرو په مقابل کې د جهاد جذبه بیا را ژوندۍ او په خالي لاسونو یې د امریکاپه مشري له نړیوال کفري ایتلاف سره جهادي مقاومت پیل کړ.
ددغه مقاومت په ترڅ کې افغان مسلمان ولس نړۍ ته دا وښودله چې هغوی که هرڅومره ستړي ، ستومانه او تش لاسي وي ، بیابه هم له یرغلګرو سره جهاد کوي او په دې به يې پوره باور وي چې د باطل په وړاندې وروستی بری به هم د دوی په برخه وي … و کان حقا علینا نصر المؤمنین.
له صلیبي یرغلګرو سره د مقاومت په مهال د مقاومت کوونکو مجاهدینو تر شا د شیخ صاحب هبة الله په څېر د باعزمه علماوو هڅونې او معنوي حمایت و چې مجاهدینو وکړای شول په خالي لاس د امریکا په مشري نړیوال صلیبي ایتلاف او تر ټولو سترپوځي تړون ناټو ته تاریخي ماتې ورکړي .
د یاد مقاومت په ۱۵ کلن بهیر کې شیخ صاحب هبة الله د د عوت او ارشاد له مسؤلیته نیولې بیا د تمیز او محاکمو تر عمومي ریاست پورې په بېلابېلو وظایفو کې کار وکړ .


د اسلامي امارت د مرستیال په توګه :
په ۱۳۹۴ هـ ش ۲۰۱۶ م کال کې چې کله د اسلامي امارت د رهبري شورا لخوا د مرحوم امیر المؤمنین ملامحمد عمر(مجاهد) وفات اعلان او شهید ملا اخترمحمد (منصور) د امیر په توګه وټاکل شو، شیخ صاحب هبة الله د هغه د مرستیال په حیث تعین شو.
شهيد امير المؤمنين ملا اخترمحمد منصور د خپل خدای ورکړي استعداد له مخې د اشخاصو او مسؤلینو په انتخاب او ټاکلو کې ځانګړی مهارت درلود .
نوموړی د امارت په لیکو کې تقریبا ټول مهم مسؤلین شخصا پېژندل او هر یوه ته يې د دوی د استعداد او پوهې مطابق مسؤلیتونه ورسپارلي وو.
د همدغو مسؤلینو له جملې څخه یو هم شیخ صاحب هبة الله و چې شهید امر المؤمنین د نوموړي کاري او علمي صلاحیت او د اسلامي امارت د مجاهدینو په منځ کې د هغه ټولنیز وجاهت ښه درک کړی و ، هماغه و چې نوموړی يې د اسلامي امارت په اداري تشکیل کې د امارت د مرستیالۍ مقام ته انتخاب کړ، ترڅو په همدغه لوړ اداري پوست کې د ده له کاري او علمي استعداد او صلاحیت څخه ښه استفاده وشي .
شهيد امرالمؤمنین په دې انتخاب سره یو ډېر مهم او اساسي موفقیت دځان کړ او هغه دا چې د امارت د مرستیالۍ په مقام کې د شیخ صاحب تعین د امارت د ټولو نظامي او اداري چارواکو د تجمع او راغونډېدلو لامل شو .
پوره لس میاشتې شیخ صاحب هبة الله د اسلامي امارت د مرستیال په حیث فعالیت وکړ چې په دې وخت کې اسلامي امارت ته د امریکایانو او د هغوی د ملاتړو له لوري سخت ګواښونه متوجه ول .
د اسلامي امارت په دې تاریخ سازه مرحله کې شیخ صاحب هبة الله ډېرې هلې ځلې وکړي ، د مجاهدینو د وحدت او یووالي لپاره یې له علماوو ، ملي مشرانو او جهادي اشخاصو سره متعددې غونډې وکړې او شیخ صاحب به په دغو ټولو مجالسو او غونډو کې د مجاهدینو په وحدت الصف او اتفاق ډېر ترکیز کاوه .
هماغه و چې دشهید امیر المؤ منین ملا اختر محمد منصور رحمه الله په قیادت کې د شیخ صاحب او د ده ترڅنګ د نورو شیوخو او علماوو د هلو ځلو له برکته خدای تعالی د اسلامي امارت متحد صف له تفرق او متلاشي کېدو څخه وژغوره ، د اسلامي امارت د رهبري شورا غړي په یوه خوله د نوي امیر المؤمنین شهید ملا اخترمحمد منصور تر شا ودرېدل او د هیواد ۳۴ ولایتونو ټولو والیانو، پوځي مسؤلینو ولسي مشرانو او د ولس ټولو پرګنو له هغه سره د یرغلګرو امریکایانو او د هغوی د ملاتړو په خلاف د جهاد پر تداوم بیعت وکړ.


د اسلامي امارت د زعیم او امیر المؤمنین په توګه :
د ۱۴۳۷هـ ق کال دشعبان میاشتې په ۱۴ چې کله امیر المؤمنین ملا اختر محمد (منصور) رحمه الله د امریکايي ډرون په وسیله شهید کړای شو، د اسلامي امارت رهبري شوری په اتفاق د رأیو سره شیخ هبة الله صاحب د اسلامي امارت د زعیم او امیر المؤمنین په حیث وټاکه.
د اسلامي امارت په مشرتابه کې د شیخ صاحب تعین د جهادي مصالحو د تحقق، له یرغلګرو امریکایانو او دهغوی له ملاتړو سره د جهاد د تداوم او د اسلامي امارت د جهادي صف د متحد ساتلو تر ټولو غوره وسیله او لامل دی.
سره له دې چې د اسلامي امارت د رهبري شورا په غړیو کې ډېر اشخاص له زیات پوځي اوسیاسي شهرت څخه برخمن وو، خو هغوی ټولو په اتفاق د آراوو شیخ صاحب هبة الله د نوموړي د علمي او جهادي استحقاق او همداراز د جهادي صف د متحد ساتلو په خاطر د دې مسؤلیت د پرمخ وړلو لپاره احق او وړ انتخاب وباله .
ځکه شیخ صاحب د امارت د ټولو ارکانو، مسؤلینو او عامو مجاهدینو په زړه کې د ځانګړی محبوبیت له مخې د هغوی ټولو لپاره نهايي قابل قدر او قابل اعتماد شخص بلل کېږي او الله تعالی ورته پرځان باندې د ټولو مسؤلینو او مجاهدینو د راغونډولو خاص صلاحیت ورکړی .


د ورځني ژوند ځینې ځانګړتیاوې یې:
شیخ هبة الله صاحب په خپل علمي او ټولنیز ژوند کې یو لړ ځانګړي مشخصات لري.نوموړي ته د اسلامي امارت ټول مسؤلین او افراد د یوه جامع او منل شوي شخصیت په سترګه ګوري.
همدا وجه ده چې هم دشهید امیر المؤمنین د انتخاب پرمهال شیخ صاحب د مجاهدینو په یووالي او له هغه سره په بیعت کولو کې اساسي رول درلود او هم د شهید امیر المؤمنین تر شهادت وروسته د اسلامي امارت د مشر تابه په حیث خپله د شیخ صاحب د تعین پر مهال د اسلامي امارت ټول اعضاء او مجاهدین په قاطع اتفاق سره د هغه په امارت متفق او ټولو بلا استثناء ورسره بیعت وکړ.
شیخ صاحب کلونه کلوه مسلسل د نبوي احادیثو او قران کریم دتفسیر درس ورکړی چي اوس یې په هیواد کې بی شمېره علماء شاګردان دي. نوموړی د خپل جامع علمیت ترڅنګ د بیان له ښه فصاحت څخه هم برخوردار دی ، په آساني سره کولی شي مقابل لوري ته ښه قناعت ورکړي.
د خپلو پرېکړو او تصامیمو په تنفیذ کې خورا قاطع، جدي او باعزم دی.
په مجلس کې اکثرا خاموشه، خو د ضرورت په وخت کې یې خبرې ډېرې موثرې او کاري وي.
سنګیني ، وقار او اسلامي خواخوږي یې د ژوند له اساسي مشخصاتوڅخه ده .
ژوند یې ساده او بي تکلفه دی، په خوراک، څښاک ملبس او مسکن کې یې د ترفه هیڅ اثر نه لیدل کېږي .
د لیدلو پر مهال یې سړی داسې احساسوي چې له خپل مهربان مشر ورور ، او یاهم له مشفق استادسره مخ کېږي.
شیخ صاحب همدا اوس د اسلامي امارت د زعیم، امیر المؤمنین او د افغانستان د مؤمن او عادل حاکم په حیث خپله مهمه وظیفه سر ته رسوي چې الله تعالی څخه په خپلو ټولو چارو کې د مدد او حفاظت دعاء کوو.