د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د افغانستان لپاره د هند سفیر منپریت وهرا سره چې د ماموریت موده یې پای ته رسېدلې ده، د مخه ښې کتنه وکړه.
په دغه کتنه کې چې د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې وشوه او په هغې کې د هېواد لومړۍ میرمن هم حضور درلود، په پيل کې په فرهنګي چارو کې د جمهوررئیس سلاکار اسدالله غضنفر منپریت وهرا ته د ښو، غوره او وړ خدمتونو د ترسره کولو په خاطر د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال د ورکړې په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.
په فرمان کې راغلي چې د هند سفیر منپریت وهرا ته د دغه مډال ورکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او دوستانه اړیکو د لا زیات ټینګښت او پراخولو، د دوه اړخیز باور او همکاریو د زیاتولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اقتصادي، فرهنګي اړیکو په پراختیا کې د قدر وړ خدمتونو د کولو په خاطر منظور شوې ده.
جمهوررئیس غني منپریت وهرا ته د مډال له ورکړې وروسته د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول زیربنايي پروژو او د بروکسل په کنفرانس کې د هند له سخاوتمندانه ژمنو مننه وکړه او ښاغلي منپریت وهرا ته یې په راتلونکو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ورپسې ښاغلي منپریت وهرا، ده ته د مډال له ورکړې مننه وکړه او په افغانستان کې یې خپل خدمت د ماموریت غوره کاري دوره وبلله، وې ویل د جمهوررئیس غني په تعهد او همکارۍ افغانستان او هند وکولای شوای خپلې سیاسي او سټراټيژیکې اړیکې لا ټینګې کړي.