د ارواښاد پیر سیداحمد ګیلاني روح ته د دعا او فاتحې مراسم په ارګ کې ترسره شول

د ارواښاد پیر سیداحمد ګیلاني روح ته د دعا او فاتحې مراسم په ارګ کې ترسره شول

۱۳۹۵کال د سلواغې ۶

د سولې عالي شورا د رئیس او د ملي اسلامي محاذ  ګوند رهبر ارواښاد پیر سیداحمد ګیلاني روح ته د دعا او فاتحې مراسم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې نن ماسپښین د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شول.

په دغه مراسمو کې الحاج استاد قاري برکت الله سلیم او د هېواد یو شمېر نورو قاریانو له خوا د قران کریم ختم وشو او د ارواښاد پير سیداحمد ګیلاني روح ته دعا وشوه.

د فاتحې مراسمو په پای کې د ارواښاد پير سیداحمد ګیلاني د کورنۍ او د ارواښاد د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو جوړولو کمېسیون په وړاندیز، د جمهوررئیس غني په حضور کې حضرت صبغت الله مجددي د پير سید احمد ګیلاني پګړۍ د هغه مشر زوی سیدحامد ګیلاني ته ور په سر کړه او حاضرینو هغه ته د افغانستان خلکو لپاره د خدمت او د پير صاحب د ارمانونو د تحقق په برخه کې د بریالیتوب هیلې څرګندې کړې.

ورپسې د ارواښاد ګیلاني مشر زوی سیدحامد ګیلاني د ده له کورنۍ سره د جمهوررئیس د غمشریکۍ له امله مننه وکړه او څرګنده یې کړه، هڅه به یې دا وي لکه د خپل پلار په څیر د ملي حاکمیت او همدارنګه د سولې او ثبات د تامین په خاطر د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام تر څنګ، هڅې وکړي.

هغه له وسلهوالو مخالفانو وغوښتل چې جنګ او تاوتریخوالی بس کړي او د بینالافغاني خبرو له لارې د سولې بهیر سره یو ځای شي.

د فاتحې په مراسمو کې د جمهوررئیس سربېره، د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسروردانش، اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، پخواني جمهوررئیس حامد کرزي، جهادي رهبرانو حضرت صبغت الله مجددي او استاد عبدرب الرسول سیاف، د سترې محکمې رئیس او قاضيالقضات سیدیوسف حلیم، لویڅارنوال فرید حمیدي، د مشرانوجرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، د اجرائیه ریاست مرستیالانوانجنیر محمدخان او استاد محمدمحقق، د ملي شورا اداري پلاوي او یو شمېر غړو، د کابینې یو شمېر غړو او د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د سولې عالي شورا ستر مرستیال استاد محمدکریم خلیلي، محمدیونس قانوني، په کابل کې د اسلامي هېوادونو کورډيپلوماتیک استازو، د سولې عالي شورا غړو او د ارواښاد پیر سید احمد ګیلاني د کورنۍ یو شمېر غړو او لارویانو او د هېواد یو شمېر ملکي او نظامي منسوبینو هم ګډون کړی وو.