بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو د مخکېني استازي عبیدالله بارکزي د شهادت په اړه د جمهور رئیس محمداشرف غني د تسلیت پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان دښمنانو په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو مخکېنی استازی عبیدالله بارکزی د تروریستي برید په پایله کې شهید کړ.
انا لله و انا الیه راجعون
شهید عبیدالله بارکزی د ملي او وطنپال افغان په توګه د هېواد له پرمختګ، امنیت او ثبات سره بېسارې مینه لرله او په همدې موخه یې په ولسي جرګه کې د خپلو موکلینو د ښه استازیتوب ترڅنګ تل د قانون د حاکمیت او ملي ګټو حمایت او دفاع کوله. متاسفانه افغانستان نن خپل یو خواخوږی او ژمن بچی له لاسه ورکړ.
د شهید عبیدالله بارکزي کورنۍ، موکلینو، د ارزګان ولسونو او د ملي شورا مشرتابه او استازو ته د نوموړي د شهادت له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او شهید بارکزي ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله کوم.
محمد اشرف غني
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس