جمهور رئیس غني د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې له مشر سره وکتل

جمهور رئیس غني د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې له مشر سره وکتل

۱۳۹۵ل کال د وري۲۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې له مشر سورج ویدیا سره چې د یاد سازمان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د استازو د پلاوي په مشري کابل ته راغلی وو، وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د سوداګرۍ وزیر محمد همایون رسااو د مالیې وزارت د ګمرکونو معین شفیق احمد قاریزاده هم حضور درلود. د سارک سازمان د سوداګرۍ رئیس سورج ویدیا د کابل د امن او ښکلا د ستاینې پرمهال وویل، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې پرېمانه فرصتونه موجود دي او افغانستان د منرالونو له پلوه بډای هېواد دی. هغه ژمنه  وکړه چې د سارک سازمان تاجران او پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

جمهور رئیس هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان د سیمې د څلور لارې په ځانګړې توګه  د جنوبي او منځنۍ اسیا د نښلونکي په توګه د سوداګرۍ لپاره مناسبه سیمه ده. هغه زیاته کړه د تاریخ په اوږدو کې د هند، بنګله دېش او جنوبي اسیا هېوادونو سوداګریز توکي د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته لېږدېدلي دي.

جمهور رئیس غني د افغانستان له لارې له چین  څخه ایران ته  د اورګاډي د کرښې غځېدل  د سیمې د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم وبلل او زیاته یې کړه، له ترکمنستان څخه د هېواد شمالي ولایتونو ته د اورګاډي کرښه د سیمې د سوداګرۍ د ودې لپاره ګټوره ده.

محمد اشرف غني په فراه کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د سارک سازمان د غړیو هېوادونو استازي دې خپلو حکومتونو او هېوادونو ته د سیمې د سولې او ثبات پیغامونه یوسي.

جمهور رئیس غني له شته فرصتونو څخه پر وخت ګټه اخیستنه د سیمې د ثبات او د سوداګرۍ د ودې لپاره مهمه وبلله.