د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن ماښام د مختلفو ولايتونو له مشرانو سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې، د دغو ولايتونو مشرانو جمهوررئيس ته د لوی اختر د مبارکۍ تر څنګ، له هغه سره د ټاکنو ملي پروسې او سولې بهير په اړه بحث او خبرې وکړې.
هغوی وويل، خلک د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملاتړ کوي او په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلي.
د يادو ولايتونو مشرانو وويل، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سولې برنامه هر اړخيزه ده او ملاتړ يې کوي.
وروسته جمهوررئيس غني ټولو مشرانو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ وویل، موږ د سولې اراده او برنامه لرو، موږ داسې سوله غواړو چې تلپاتې وي او د هر افغان عزت په کې خوندي وي. هغه په ټينګار وويل، بايد له ياده ونه اېستل شي چې سوله ملي ده، نه سمتي، ګوندي او قومي او ټول اقشار او د افغانستان خلک بايد په کې برابر دخيل وي.
جمهوررئيس د سولې ناقصې پروسې د خطرونو ارزونې ته په اشارې وويل، موږ د يوه حکومت په توګه هغه خطرونه چې د سولې ناقصه پروسه يې رامنځته کوي، په تدبير ارزولي او اوس اماده يوو چې د سولې پر لور حرکت وکړو.
جمهوررئيس راتلونکو ټاکنو ته په اشارې وويل، ټاکنې او سوله د يو بل بشپړونکي دي او د افغانستان ملت د يو قوي، کار وړ او مسؤول دولت غوښتونکی دی او دا له ټاکنو پرته امکان نه لري. هغه زياته کړه، ټاکنې يوه اساسي اړتيا ده او د ترسره کیدو لپاره يې تياري نيول شوی ترڅو په ټاکلي وخت ترسره شي.
جمهوررئيس د يادو ولايتونو مشرانو ته څرګنده کړه، د افغانستان راتلونکی د افغانستان په داخل کې، د افغانانو له لوري ددې هيواد په ګوټ، ګوټ کې ټاکل کېږي، په ټاکنو ملي اجماع شته او د افغانستان خلک د ټاکنو پروسې له لارې د افغانستان راتلونکي جمهوررئيس ته د لازمو صلاحیتونو د انتقال غوښتونکي دي ترڅو سختې پرېکړې په قوت او تدبير ترسره شي.#