جمهور رئیس غني: قدس زموږ د لومړنۍ قبلې او د حرم شریف په توګه  د مسلمانانو د هویت مرکزي هسته تشکیل کړې  

جمهور رئیس غني: قدس زموږ د لومړنۍ قبلې او د حرم شریف په توګه  د مسلمانانو د هویت مرکزي هسته تشکیل کړې  

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده ناسته کې چې نن له غرمې وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

په دې ناسته کې چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو مشرانو ګډون کړی وو، په پیل کې د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده ناستې د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د فلسطین خپلواکې ادارې رئیس محمودعباس د قدس د موضوع په اړه د اسلامي هېوادونو یووالی د قدر وړ وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د اسلامي هېوادونو واحد دریځ به د ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

جمهوررئیس غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده ناستې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل: مونږ په ځانګړې تاریخي شیبه کې سره راټول شوي یوو چې د اسلامي امت او نړۍ ګډ پام پر قدس، حرم شریف او د فلسطین د خلکو پر حقونو متمرکز دی. هغه زیاته کړه، قدس زموږ لومړنۍ قبله او د حرم شریف او د (مسلمانانو) د دریم سپېڅلي جومات په توګه د مسلمانانو په توګه زموږ  د هویت مرکزي هسته تشکیل کړې او زموږ د اسلامي تمدن کلیدي سمبولونه دي.

هغه زیاته کړه: له پیوستون څخه په استفادې کولای شو د فلسطین خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره جامع پلان ترتیب کړو، ځکه واړه اقدامات  او خورې ورې پروژې کافي نه دي.

جمهوررئیس غني په فلسطین او سیمه کې د عادلانه او پایداره سولې د تامین په خاطر د عرب نوښت جامع طرحې د ترتیب لپاره له بین المللي قوانینو څخه استفاده مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د مسلمانانو او عیسویانو، د خلکو او د امریکا په ګډون د امنیت شورا کلیدي غړو ترمنځ، تلپاتې سولې ته د رسېدو په خاطر سم درک ته اړتیا ده.

د هېواد جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د اسلامي نړۍ د هېوادونو تر منځ د شخړو او مناقشو ختمولو ته جدي اړتیا ده  چې له دې سره خپله واقعي رهبري ثابتولی او د همدغې پیاوړې اجماع له لارې خپله توانایي نندارې ته وړاندې کولی شو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، زموږ اسلامي تاریخ باید د زغم د تمدن په توګه احیا شي او همدارنګه تروریستي او له تاوتریخوالي ډک اعمال چې اصلي قربانیان یې مسلمانان او په ځانګړي ډول د افغانستان خلک دي، مردود او وغندل شي  .

جمهوررئیس غني د عادلانه او پایداره حل لارې د پیداکولو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونه چې د یو خپلواک دولت لرلو لپاره د فلسطین د خلکو د حقونو د تامین او د القدس او حرم شریف د موقعیت د تثبیت لامل کېږي، مهم وبلل اود هغو هرکلی یې وکړ.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د اسلامي نړۍ او په عمومي توګه د ټولې نړۍ ترمنځ همپالنه او معاهدې او د بیت المقدس ځانګړي ځای ته درناوی د ټولو الهي ادیانو په تاریخ کې هیڅ وخت هم دومره پراخه نه وو.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، زموږ پخوانيو مشرانو چې کوم زغم او درناوی ښودلی، له  حضرت عمر فاروق څخه نیولې تر خلیفه عبدالملک چې اقصی جومات یې جوړ کړ، تر صلاح الدین ایوبي پورې د یو تمدن او فرهنګ په توګه د اسلام د عمق او وسعت ښودونکي دي.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، د اسلام روښانه ماضي، مونږ ته دا لارښوونه کوي چې خپل راتلونکی د تمدنونو، فرهنګونو، ادیانو او خلکو ترمنځ د رغنده مذاکراتو په پیلولو سره مجسم کړو.

د هېواد جمهوررئیس، د اسلامي امت ترمنځ اجماع خوشالونکې وبلله او زیاته یې کړه د نړۍ مسلمانان لکه رهبران، دولتونه، جوماتونه، رسنۍ، ښځې او نارینه، ځوانان او زاړه داسې منسجم او متحد شوي چې د حق په اړه خپل ګډ غږ پورته کوي.

د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان د مشرانو فوق العاده ناستې په پای کې ګډون کوونکو مشرانود اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د قدس شریف د رسمیت پېژندنې موضوع د ارزونې په اړه ګډ پرېکړه لیک صادر کړ.

په دغه پرېکړه لیک کې د اسرائیلو د پایتخت په توګه د قدس د په رسمیت پېژندنې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د جمهوررئیس تصمیم غندل شوی او د هغه اعلان یې د بین المللي سولې او امنیت لپاره تهدید وباله.

دغه راز په یاد پرېکړه لیک کې څرګنده شوې چې د امریکا له لوري یاد ګام، د بین المللي قوانینو په ځانګړي ډول د جینیوا دڅلورم منشور او د ټولو مشروع بین المللي پرېکړه لیکونو په ځانګړي ډول په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک، جدي نقض دی.