۸ میزان ۱۳۹۳
بسم الله الرحمن الرحیم.
بزرگان مملکت، خواهرها و برادرهای عزیز!
امروز، روزی است که افغانستان «حاکمیت ملی» خود را به صورت اساسی به دست میآورد. تا امروز استفاده از قوه از طرف همکارهای بینالمللی ما در خاک ما، بر اساس فیصلهنامه شورای امنیت ملل متحد صورت میگرفت که بعد از حادثه سپتمبر ۲۰۰۱ شکل گرفته بود. امروز ما شاهد مساوات دولت افغانستان با دولتهای همکار خود در دنیا هستیم؛ به صورت یک دولت مستقل بر اساس برداشت منافع ملی خود، (امضای) قراردادی را که برای ثبات، خیر و رفاه مردم ما، برای ثبات منطقه و ثبات دنیاست، انجام دادیم. مبارک باشد!
بر اساس این قرارداد، بعد از این کمکهای بینالمللی برای تقویه نهادهای افغان است؛ حق استعمال قوه تنها بر اساس فیصلههای دولت افغانستان صورت میگیرد؛ و کمکهای بینالمللی تا حد ممکن از راه بودجهی ما صورت میگیرد، به شرط این که ما اصلاحات بنیادی را در مصرف عملی کنیم و شفافیتی را که ملت ما میخواهد، انجام بدهیم؛ فضای ما زیر کنترول خود ما میباشد، هر کسی که به افغانستان بیاید بر اساس یک نظام قبولشدهی ویزه، به خاک ما خواهد آمد؛ قراردادیهای بینالمللی تحت قوانین مشخص ما اقدامات خود را انجام خواهند داد؛ قوای بینالمللی به هیچ یک از امکان مقدس ما، مثل مساجد ما، نمیتوانند داخل شوند؛ حریم زندگی ما یعنی خانههای ما و مساکن ما طبق ارزشهای قانون اساسی محفوظ خواهد بود؛ همچنین قراردادیهای ما که از قراردادیهای بینالمللی قرارداد میگیرند، دارای حقوق مشخص و واضح خواهند بود. از این جهت این [امضای موافقتنامه] یک نقطه بنیادی تحول در مناسبات ما با دنیاست.
خوشبختانه هنوز هم، افغانستان (در) محور توجه دنیاست، چون خطرات مشترک هنوز هم منافع ملی ما و منافع دنیا را تهدید میکند. این خطرات مشترک موجب شده که ما دارای «منافع مشترک» باشیم. و منافع مشترک و ایجاد یک دیدگاه مشترک، موجب میشود که در مقابل خطرات با جدیت اقدام کنیم.
تعهداتی که در شیکاگو برای تقویهی قوتهای امنیتی افغانستان انجام شده بود، در حدود شانزده میلیارد دالر است. در شرایط فعلی این کمکها برای تعلیم، تجهیز و تمویل مصرف خواهد شد. نوع همکاری ما به صورت بنیادی به طرف "نهادسازی" میرود. ساختن نهادهای درجه اول امنیتی از خواستههای مردم ماست تا موجب ثبات شود.
همچنین هیچ خطری از این قرارداد برای همسایههای ما متصور نیست. هیچ همسایهی افغانستان، خود را از امضای این قرارداد نباید در خطر ببیند چون امضای این قرارداد صرفاً و صرفاً برای ثبات افغانستان و رفاه افغانستان و دفاع در مقابل خطراتی که برای ما و برای دنیا از شبکهها سرچشمه میگیرد، صورت گرفته است. هیچ نوع تجهیزات هستوی، یا کیمیاوی، یا غیره در خاک ما جابهجا نخواهد شد و مورد استفاده قرار نخواهد گرفت.
نو دا ټول که سره را ټول کړو معنی یې دا ده چې که خدای ناخواسته زموږ خاوره؛ افغانستان له جدی خطر سره مخامخ شی بیاهم د هغه په چوکاټ کې موږ خاصه غوښتنه کولای شو او زموږ غوښتنه به تر جدی او فوری توجه لاندې و نیول شی ترڅو دوه دولته په ګډه او بیا ناټو او افغانستان وکړای شی اقدام وکړی.
په دې مرحله کې زه غواړم لومړی تر ټولو له جلالتماب حامد کرزی نه مننه وکړم.
د امنیتی قرارداد هر ټکی د ولسمشر کرزی له خوا په زښت ډېر دقت تر نظر لاندې ونیول شو.
زموږ له ټیم نه اول سفیر صاحب حکیمی، زموږ سفیر په امریکې کې د ټیم مناسبات شروع کړل او ډېر ښه یې دا انجام ته ورسول. حکیمی صاحب موجود دی، غواړم د افغانستان د دولت او ملت په نمایندګۍ ورنه مننه وکړم. بیا ډاکټر صاحب سپنتا زموږ د ملی امنیت مشاور، د ټیم مشری ونیوله (وکړه) او ما هم ورسره د همکارۍ شرف درلود او زموږ نورو همکارانو هم. زموږ (د) ټولو امنیتی ځواکونه مسوولینو جناب وزیر صاحب د دفاع چې هم وزیر د داخله او بیا وزیر د دفاع شو، جناب لوی درستیز صاحب، پتنګ صاحب، چې په هغه وخت کې وزیر د داخلې و او نور ټول چارواکی چې په امنیتی برخه کې مسوول وو، زښت زیات په دقت او د ملی روحیې له نظره، ټکی په ټکی دا قراردادونه یې تر نظر لاندې ونیول او له بلې خوانه زموږ ورور جناب زاخیلوال صاحب او جناب ارغندیوال صاحب او د اقتصادی ټیم (له) نورو غړو نه هم مننه کوم.
دوی هر یوه د افغانستان اقتصادی منافع په نظر کې ونیول او د دوی د توجه له نظر نه، د مثال په توګه هر یوه تاسیساتو؛ نور نو کلمه د بېز بې معنی ده، دوی به زموږ په تاسیساتو کې وی اما هلته چې څوک راځی هم به ګمرک وی او هم به ویزه وی.
او دې برخو کې جناب زاخېلوال او همکارانو زښته زیاته مرسته وکړه او زمینه د دې برابره شوه، چې دا قرارداد ډېر متوازن شکل ونیسی. بې طرفه اشخاص دې قضاوت وکړی چې په مقایسه د هغو قراردادونو چې زموږ دوست هیواد د متحده ایالاتو له شپېتو نورو ممالکو سره کړی دا قرارداد څومره جامع او هر اړخیز دی.
نو له دې لحاظه دا قرارداد هغو کوښښونو نتیجه ده چې افغانستان په حیث د یوه دولت سر ته رسولی.
زه غواړم چې جناب حضرت صاحب نه او د لویې جرګې له ټولو اراکینو نه مننه وکړم. د جناب حضرت صاحب د مدبر ریاست لاندې دا تاریخی غونډه د افغانستان ملی ګټې په پام کې ونیولې او ورباندې یې هر اړخیز غور وکړ او په دې نتیجې ورسېدل چې دا د وطن په خیر ده. اخری کلمه دا ده چې معلومداره دا قرارداد یو قرارداد ده او یوه مفاهمه، اصلی قرارداد مخکې شوی و او هغه چې نوم یې ستراتیژیک تړون و. هم د مشورتی لویې جرګې او هم د افغانستان د شورا له خوا په تصویب رسېدلی او ځکه چې مفاهمهنامه ده او معلومداره چې تړونونه نه وی؛ دا د تغییر وړ دی، که د دوی ملی ګټې ایجاب وکړی یا زموږ ملی ګټې ایجاب وکړی په مفاهمهنامې کې شرایط واضح دی چې که واړه تغییرات وی په څه توګه وشی او که بنیادی تغییرات وی دا به په څه حالت کې کېږی او هر امضاکوونکی د دې حق لری چې د دوو کلونو په چوکاټ کې وکولای شی د مفاهمهنامې یا تړون نه ووځی چې دې ته به انشاالله تعالی ضرورت نه وی. ولس سره ځینې تشویشونه ول؛ ځکه پخوا ملکی تلفات یا بندې کېدل یا د قوې استعمال؛ ولس سره د تشویش وړ خبرې وې.
پس له دېنه دا په وضاحت وایو چې استعمال د قوې په هغه شکل صورت نه نیسی. هغه ستونزې چې په هغه دوران کې وې، چې یوه ډېره ستره قوه په افغانستان کې پرته وه او عملاً په جنګ کې وه هغه دوره تېره شوې ده.
تاسې ټول خبر یئ، ولسمشر اوباما د دوو کلونو چوکاټ ټاکلی چې قوې به میاشتو کې کمېږی او بالاخره به یوې ډېرې محدودې قوې باندې سفارت د امریکې کې بدلېږی. نو زه غواړم ولس ته اطمینان ورکړم؛ دا قدم چې نن د افغانستان مشرانو په ګډه واخیسته د وطن په خیر او سلا ده. موږ د دې خاورې د مسوولینو په توګه هر افغان ته مسوول یو او د نن شرایط چې بدامنۍ ځینې شبکې ته لاس وهی او غواړی چې خدای مهکړه موږ ناکام شو؛ ځواب یې واضح دی. موږ قوی اراده لرو چې دې وطن کې ثبات، امنیت، سوله او سوکالی راشی. دا مفاهمه د سولې زمینه برابروی، نه دا چې د سولې لاره ونیسی او انشاالله تعالی لکه چې حضرت صاحب وویل؛ موږ به دواړه خواوې خپل تعهداتو باندې درېږو او عملی کوو به یې.