جمهوررئیس غني د ملي امنیت شورا دفتر د نویو مرستیالانو د معرفي کولو په مراسمو کې: د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ غړی سیاسي، حزبي او تنظیمي نه شي کېدلی

جمهوررئیس غني د ملي امنیت شورا دفتر د نویو مرستیالانو د معرفي کولو په مراسمو کې: د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ غړی سیاسي، حزبي او تنظیمي نه شي کېدلی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي امنیت شورا دفتر د نویو مرستیالانو د معرفي کولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، حضرت صبغت الله مجددي، سید حامد ګیلاني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د جمهوررئیس ستر سلاکار حاجي الماس زاهد او ځینې دولتي مقاماتو حضور درلود.

لومړی د جمهوري ریاست عالي مقام د ستر سلاکار او له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د ولسي ملاتړ د انسجام په چارو کې د ملي امنیت شورا دفتر د مرستیال په توګه د دین محمد جرئت د مقررۍ په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس فرمان اود اعلی سرقوماندانۍ په چارو کې د ملي امنیت سلاکار د مرستیال په توګه د یاسین ضیا د مقررۍ او له تورن جنرالۍ څخه ډګرجنرالۍ ته د هغه د ترفیع، او دپالیسي د انسجام او دارالانشاء په چارو کې د ملي امنیت سلاکار د مرستیال په توګه د عتیق الله نوشیرد مقررۍ په اړه د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهوررئیس جلا جلا حکمونه ولوستل.

وروسته د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د جمهوررئیس له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ وویل،جمهوررئیس نن د ملي امنیت شورا دفتر کې د  هېواد د غوره بچیانو په مقررۍ مونږ ته ویاړ راوباښه.

محمد حنیف اتمر د ملي امنیت شورا دفتر نویو مرستیالانو ته د هغوی د دندو مبارکې وویله او څرګنده یې کړه، دغه مقررۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ارادې او قوت د جمهوررئیس د اعتماد ښکارندویي کوي. هغه زیاته کړه: افغانستان له ظالم دښمن سره مخامخ دی، د دې باوجود هم د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ اتلولي او ویاړ ګتي.

د ملي امنیت سلاکار نویو مرستیالانو ته په خطاب کې وویل: د هېواد د امنیت او ثبات د تامین په برخه کې ستاسې مسئولیتونه مهم دي او د حکومت رهبري به د دغو مسئولیتونو په ترسره کولو کې هیڅکله تاسې یواځې پرېنږدي.

هغه جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ، د ملي امنیت شورا دفتر به له پخوا زیات د افغانستان دولت او خلکو ته په خدمت کوونکي ارګان بدل شي.

وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او دې ته په اشارې چې د ملي امنیت شورا دنده د هېواد د ملي ګټو ساتل دي وویل، مونږ په متحوله نړۍ کې اوسېږو او هر ځل باید زمونږ محاسبه د تحلیل او درک پر بنسټ وي.

جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ د ملي امنیت سلاکار څخه وغوښتل، چې د ملي امنیت شورا دفتر د هېواد د نن او سبا لپاره تیار کړي.

د هېواد جمهوررئیس د ملي امنیت شورا دفتر له نویو مقرر شویو مرستیالانو څخه د هغوی د پخوانیو صادقانه خدمتونو له امله په مننې وویل: تاسو چې نن کوم مسئولیتونه اخیستي، ملت توقع لري چې د ژمن او فعال ټیم په توګه د هېواد د ملي ګټو د تامین په لار کې کار او هڅې وکړئ.

محمداشرف غني څرګنده کړه، زما دریمه دنده د وسله وال پوځ اعلی سرقومنداني وه چې زما زیات وخت یې نیولی او په تېرو دریو کلونو کې سره له دې چې د تپل شوې جګړې په حالت کې وو، په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې مو اصلاحات هم تطبیق کړل او دغه اصلاحات دوام لري.

جمهوررئیس زیاته کړه: د امنیتي او دفاعي ځواکونود تمرکز مهمه موضوع یواځې جګړه نه بلکې، د سولې او ثبات تامین هم دی. هغه څرګنده کړه: د جګړې د مدیریت په څېر باید سوله هم مدیریت کړو، هغه تلپاتې او باعزته سوله چې د ټولنې ټول قشرونه پکې ځانونه وویني او اساس یې د قانون حاکمیت وي.

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې مشارکت او ملي اجماع شته. هغه څرګنده کړه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ غړی سیاسي، حزبي او تنظیمي او د قومي او سمتي فکر ممثل نه شي کېدلی، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونوهر غړی افغان، مسلمان او د دې خاورې راتلونکي ته ژمن دی.

په پای کې جنرال دین محمد جرئت د ملي امنیت شورا دفتر د نويو مرستیالانو په استازیتوب خبرې وکړې او د جمهوررئیس له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ یې وویل، هیله لرو د ملي یووالي د ټینګښت په لار کې چې د خلکو د امنیت او سوکالي تضمین کوونکی دی خدمت وکړو. هغه زیاته کړه: له تېر موزده کړه چې له یووالي پرته موخې ته نه رسېږو.

جنرال جرئت وویل: مونږ د دښمن د هغو شعارونو پر وړاندې چې د ملي یووالي د زیانمن کېدو لامل کېږي تر پایه ودرېږو او راتلونکو نسلونو ته به د یووالي او یو بل د منلو زده کړه ورکړو.