د ملي دفاع وزارت د ۱۳۹۵ مالي کال په اعاشوي قراردادونو کې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ سپما شوې

د ملي دفاع وزارت د ۱۳۹۵ مالي کال په اعاشوي قراردادونو کې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ سپما شوې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون فوق العاده غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ۵،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۵ قراردادونه منظور شول. په منظور شویو قراردادونو کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د اعاشوي موادو تدارک، د ملي اردو هوایي انتقالات او د شمال زون د اوسپنې د کرښې د تخنیکي مطالعاتو د پروژو د قرارداد موده تمدید او د تورغوندۍ – کشک، رباط پریان څخه د هرات تر هوایي ډګر پورې د اوسپنې د کرښې د تخنیکي مطالعاتو پیلول شامل دي.

د ملي دفاع وزارت د ۱۳۹۵ مالي کال په اعاشوي قراردادونو کې  ۸۰۰ میلیون افغانۍ سپما وشوه  او د تېر قرارداد په تناسب د ملي اردو د هوایي انتقالاتو په بیه کې ۲۷۰ میلیونه افغانۍ کموالی راغلی دی.

د هېواد جمهور رئیس کورنیو چارو وزارت موظف کړ، چې په راتلونکو درې میاشتو کې د ولایتي قراردادونو د اصلاح او زیاتې قانونمندۍ په برخه کې جدي اقدامات وکړي. هغه ټینګار وکړ، چې په تدارکاتي پروسو کې د قانون له تطبیق څخه د سرغړونې او ناوړه ګټه اخیستنې په صورت کې مرتکبین تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې نیول کېږي.

په دې غونډه کې د امنیه قوماندانیو او د کنړ، کندز، ننګرهار او کاپیسا ولایتونو د سرحدي پولیسو اعاشوي او د سون توکو ۶ قراردادونه د یوې ربعې لپاره تائید شول.

همدارنګه د ملي تدارکاتو کمیسیون  تر دره صوف پورې د یکاولنګ سرک د ډیزاین او جوړولو لپاره د فواید عامې وزارت په پیشنهادي حل لاره باندې بحث وکړ او د هغه د ډیزاین او ساختمان په هکله یې مشخصې لارښوونې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس د ښوونخیو د کتابونو د چاپ په هکله د مالیې او پوهنې وزارتونو د راپور په هکله وویل، حکومت به د داخلي مطبعو او داخلي خصوصي سکتور ملاتړ وکړي او په دې برخه کې د خدماتو وړاندې کول باید باکیفیته، چټک او مناسب وي.

د هېواد جمهور رئیس له داخلي تولیداتو څخه په ګټه اخیستنې ټینګار وکړ او وې ویل، داخلي تولیدات باید په ټولو برخو کې پیاوړي شي.

د ملي تدارکاتو کمیسیون په ۴۶ اونیزو او فوق العاده غونډو کې د څه دپاسه ۱۰۰ ملیارد افغانیو په ارزښت ۶۵۰ قراردادونه منظور کړي او ۱۴ ملیارد افغانۍ سپما شوېده.

په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانواو د ملي تدارکاتو مسوولینو حضور درلود.