جمهور رئیس غني ځانګړي ځواکونه د افغانستان ویاړ وبلل

جمهور رئیس غني ځانګړي ځواکونه د افغانستان ویاړ وبلل

۱۳۹۴ل دلړم ۲۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ځانګړو قواوو له یوې قطعې لیدنه وکړه.

جمهور رئیس د دغې لیدنې په جریان کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هغو شهیدانو ارواو ته د دعا پرمهال، چې د هېوادوالو د امنیت د تامین او د سر او مال د خوندیتوب په لاره کې شهیدان شوي وو وویل، اړوندو مراجعو ته یې لارښوونه کړې، چې د هېواد د درې واړو امنیتي بنسټونو یو ځانګړی ګروپ تشکیل کړي، ترڅو هره میاشت د شهیدانوکورنیو او ټپیانو ته رسیدګي وکړي  او راپور یې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

جمهور رئیس د صفر یو ځانګړې قطعې د بریالیو عملیاتو د ترسره کولو له امله د مننې پرمهال وویل، ستاسو او د ټولو امنیتي او دفاعي منسوبینو د بیداري له برکته زموږ خلک د شپې په ډاډ او ارام استراحت کوي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، چې د ځانګړو ځواکونود منسوبینو له لوري په ۲۶۲ ترسره شویوعملیاتو کې یوازې یو ماشوم ټپي شوی دی، نور تلفات یې نه لرل او دا زموږ لپاره لویه امیدواري او بریا ده.

محمداشرف غني ځانګړي ځواکونه د افغانستان ویاړ وبلل او وې ویل، د هغو ۱۶ تنو خویندو منندوی یم  چې د دې قطعې برخه دي او په ټوله ایمانداري د خپلو خلکو دفاع کوي

جمهور رئیس هغو ښځينه منسوبینو ته په خطاب کې، چې په ځانګړو ځواکونوکې د وطن په خدمت بوختې دي وویل، زما له لوري د اعلی قوماندان په توګه له خپلو کورنیو مننه وکړئ چې تاسو یې د افغانستان د دفاع اساسي برخه ګرځولې یئ.

جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، تاسو لوړ ظرفیتونه لرئ او د قانون د تطبیق د هرې دندې د ترسره کولو لپاره د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان په توګه زما ملاتړ له ځانه سره لرئ.