د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ننسهارد عمومي او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کندهار ته سفر وکړ.
جمهوررئیس غني ته د کندهار په نړیوال هوايي ډګر کې د دغه ولایت ملکي او نظامي مسوولینو هرکلی ووایه او وروسته یې په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د شهیدانو څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
ورپسې جمهوررئیس غني د ۲۰۵ اتل قول اردو او د زون د پولیسوقوماندانانو او مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې ګډون وکړ. په پیل کې د ۲۱۵میوند قول اردو قوماندان برید جنرال امام نظر بهبودجمهوررئیس ته ښه راغلاست ووایه او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هغه له ځانګړې پاملرنې یې مننه وکړه.
نوموړي وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري په پوره مېړانه او زړورتیا د هېواد دفاع او د خپلو هېوادوالو د ساتنې په برخه کې برحقه مبارزې ته ادامه ورکوي او ستاسو ځانګړې پاملرنه او هڅونه د هغوی روحیه او مورال لا لوړوي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان وویل، د افغانستان دښمنانو غوښتل چې افغانستان په دوه جغرافیو ووېشې او ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د هېواد اتلو او زړورو سرتېرو هغوی ته غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړل او د دښمن شومې موخې او پلانونه یې خنثی کړل.
هغه زیاته کړه، په ارزګان ولایت کې تر تهدید لاندې ولسوالۍ او سیمې مو خوندي کړي او د نورو سیمو د خوندیتوب لپاره هم بشپړ چمتووالی لرو.
د کندهار د پولیسو د زون قوماندان د خپلو اجراتو راپور له جمهور رئیس سره شریک کړ او ترڅنګ یې ځینې غوښتنې او وړاندیزونه هم مطرح کړل.
د دوی د معلوماتو، راپورونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ښې رهبرۍ، همغږۍ او سرښندنو څخه مننه وکړه او وې ویل، په څلور کلن امنیتي پلان کې د دوی ډېرې اړتیاوې په پام کې نیول شوي چې رسیدګي به ورته وشي.
د هېواد جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او منسوبینو څخه له دې امله چې هره ورځ د هېواد د دفاع او د هېوادوالو د امنیت د تامین په خاطر هلې ځلې کوي مننه وکړه او زیاته یې کړه، د ملي پولیسو روزنې ته باید زیاته پاملرنه وشي.
وروسته جمهوررئیس غني د ۲۰۵اتل قول اردو په مقر کې سرتېرو،بریدملانو او افسرانو سره په جلا غونډو کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
هغوی جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې له وطن او خلکو څخه به په کلکه دفاع کوي او په دې لار کې به هیڅ ډول هڅې ونه سمپوي.#