د کابینې د پرېکړې په اساس د باختر خزانې نندارتون جوړ شو

د کابینې د پرېکړې په اساس د باختر خزانې نندارتون جوړ شو

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د روان کال د سلواغې د ۱۵ نېټې د غونډې د پرېکړې په اساس د ولسي جرګې غړو او د هیوادوالو د اندېښنو ختمولو او ډاډ په موخه نن ماسپښین په چهار چنار ماڼۍ کې   د باختر خزانې نندارتون جوړ شو. 

د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو ادارې له لوري د افغانستان بانک، د ملي موزیم، د جمهوري ریاست د تشریفاتو ریاست او د ولسمشرۍ د ساتنې لوی ریاست په همکارۍ دغه جوړ شوي نندارتون ته د کابینې غړي، د ملي شورا، مدني ټولنې او رسنیو یو شمېر استازي راغلل او باختر خزانه یې له نږدې څخه ننداره کړه. 

د افغانستان موزیم رئیس محمدفهیم رحیمي د باختر خزانې د تاریخي شالید، په افغانستان پېژندنه کې د دغې خزانې د تاریخي او فرهنګي ارزښت او د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې نندارې ته د وړاندې کولو له لارې د ترلاسه شویو عوایدو په اړه د نندارتون ګډونوالو ته معلومات ورکړل.