د اسلامي امارت د مهاجرینو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د اسلامي امارت د تعزیت پيغام

د اسلامي امارت د مهاجرینو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د اسلامي امارت د تعزیت پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي امارت د مهاجرینو وزیرصاحب الحاج خلیل الرحمن حقاني نن له غرمې وروسته د خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو. 

انالله و اناالیه راجعون 

اسلامي امارت د حقاني صاحب مرحوم شهادت د اسلامي امارت، مجاهدینو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضایعه بولي، نوموړي ته فردوس جنت، کورنۍ دوستانو او متعلقینو ته د جمیل صبر او جزیل اجر دعا کوي. 

الحاج خلیل الرحمن حقاني د الله تعالی د لارې یو ستړی مجاهد وو چې ټول عمر یې د الله تعالی له دین څخه د دفاع په لاره کې په جهاد، مهاجرت او ستړیاوو کې تیر کړی وو، نوموړی د یوې لویې جهادي کورنۍ غړی و چې د اسلام د دښمنانو لخوا یې په سر ۵ میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې وه.

خو متأسفانه نن د هغو خوارجو لخوا په شهادت ورسید چې ځانونه مسلمان بولي او ما سوا له ځان څخه نور مسلمانان تکفیروي. 

د حقاني صاحب د شهادت په ډول بزدلانه عمل نشي کولای د مسلمانانو ارادې کمزورې او یا زموږ د مستحکم اسلامي نظام په وړاندې د دسیسه جوړونکو کوم هدف ترسره کړي، بلکې داسې بزدلانه عمل د اسلام او دین د دښمنانو مخ توروي او د هغوی د شومو ارادو څرګندونه کوي. 

د افغانستان اسلامي امارت

۹/۶/۱۴۴۶هـ ق

۲۱/۹/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/12/11 م