د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل طبي علومو پوهنتون د ۱۴۰۳لمریز کال د محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې غونډه کې چې د لوړو زدکړو وزارت سرپرست شېخ ندا محمد ندیم، د پوهنتون استادانو، علماوو او ځوانانو ګډون کړی وو، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تازه فارغو شویو ډاکټرانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي ورکړه وې ویل، ټولنه دغو ځوانو کادرونو او ډاکټرانو ته اړتیا لري.
محترم مولوي عبدالکبير وویل، د افغانستان روغتیايي سکتور د منفي تبلیغاتو، مافیايي کړیو او د روغتیايي مرکزونو د کمزوري ظرفیت له امله بې اعتباره شوی وو او ناروغان به د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادو ته تلل، خو د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې مافیايي کړۍ له منځه لاړې، اصلاحات رامنځته شول او کوښښ کېږي چې د روغتیايي خدماتو کیفیت هم لوړ شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په هېواد کې د باکیفیته روغتیايي خدماتو په عرضه کولو د ټینګار ترڅنګ وویل، ډاکټران او د روغتیا برخې پانګوال او سوداګر دې د افغانانو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو هيواد ته با کیفیته درمل را وارد کړي.
محترم مولوي عبدالکبير د لېرې پرتو سیمو اوسیدونکو په شمول ټولو هيوادوالو ته د روغتیايي خدماتو د عرضه کولو په برخه کې په ټینګار روغتیا وزارت ته سپارښتنه وکړه، چې د روغتیايي خدماتو او درملو کیفیت وڅاري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له نړیوالو مرستندویه ادارو او د روغتیا نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې له روغتیايي سیستم سره خپلې مرستې ډېرې او ټولو افغانانو ته د باکیفیته خدماتو په عرضه کولو کې ونډه واخلي.
محترم مولوي عبدالکبير په ملي او نړیوالو پانګوالو هم غږ وکړ، چې د روغتیا په تخصصي برخه کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت به ورته لازم سهولتونه برابر کړي. همدارنګه يې زياته کړه، اوس په ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی او د ډاکټرانو په شمول هېڅوک د غلا، اختطاف او نورو پېښو اندېښنه نه لري.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال وويل: نن تاسې دلته د مسلمان، افغان او مجاهد ورور درملنه کوئ، چې همدې ورور ستاسې لپاره امن راوستی، نن په افغانستان کې وحشت، بربریت او قوم جنګي نشته، بلکې سرتاسري امنیت تامین دی.
محترم مولوي عبد الکبير د خپلو خبرو په پای کې وویل، تېرو حکومتونو د افغانستان د ابادولو هوډ نه درلود او د روغتیايي سکتور په شمول یې د افغانستان سیستمونه له ستونزو سره مخ کړي وو.#