د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر الهام محکموف په مشرۍ د ياد هیواد لوړ پوړی پلاوي سره وکتل.
په پيل کې، د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر کابل ته د دغه پلاوي د راتګ موخه د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پخوانیو تړونونو د عملي چارو پیل، په افغانستان کې د ازبکستان خصوصي سکتور او حکومت نوې پانګونه او په یو شمېر نورو برخو کې د نویو تړونونو لاسلیک یاد کړ.
په راغلي پلاوي کې د ازبکستان پر ترانسپورټ وزیر سربېره د افغانستان لپاره د دې هیواد د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشوف، د ازبکستان د رېل پټلۍ او د پانګونې ادارو مرستیالان او د رېل پټلۍ په برخه کې د تاشکند تخنيکي ډله شامله او افغان پانګه وال زمري کامګار هم حضور درلود.
د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر ښاغلي الهام محکموف د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله په اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو خواخوږي وکړه او زیاته یې کړه، تاشکند له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
نوموړي وويل، ازبکستان له افغانستان سره د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته ژمن دی او زیاته يې کړه، د ازبکستان د تخنیکي ډلې د راتګ موخه په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو موندل او د افغان - ټرانس رېل پټلۍ د عملي چارې پیل دی.
هغه وویل: د کابل او تاشکند د ترانسپورټ او سوداګرۍ راکړې ورکړې کچه اوه برابره لوړه شوې ده او هڅه کوو د اسلامي امارت اړوندو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ د حیرتان بندر کاري مهالوېش څلور وېشتو ساعتونو ته لوړ کړو.
نوموړي څرګنده کړه، هيواد يې د افغانستان له امن څخه پوره ډاډمن دی او غواړي د اسلامي امارت په ملتیا اوږدمهاله اقتصادي پروژې پیل کړي. پر حکومت سربېره د دوی پانګه وال هم حاضر دي د نفتو په استخراج او نورو کاني برخو کې پانګونه وکړي.
د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د هغه هیواد لخوا په افغانستان کې له ډبرو سکرو د برېښنا تولید او سمنټو په برخه کې د پانګونې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د دواړو لوریو همکاري کولای شي لا زيات اقتصادي فرصتونه رامنځته او د سیمې په کچه د افغانستان ترانزیټ ته وده ورکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ازبکستان حکومت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د تاشکند له همکاریو او مرستو په مننې وویل، اسلامي امارت له ازبکستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اړیکو پراختیا ته پوره چمتووالی لري.
محترم سیاسي مرستیال دا ډول ناستې او د پلاویو تګ راتګ د سیاسي پرمختګونو او سوداګرۍ لپاره ګټور وباله او راغلي پلاوي ته يې ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت د پانګونې په موخه بهرنیو سوداګرو او په ځانګړي ډول د ازبکستان پانګه والو ته هر راز اسانتیاوې برابروي.
محترم مولوي عبدالکبیر افغان - ټرانس پروژه پر کابل او تاشکند سربېره د ټولې سیمې په ګټه وبلله وې ویل، اسلامي امارت هڅه کوي منځنۍ او سویلي اسیا د رېل پټلۍ او سړک پر مټ سره وتړي او په دې برخه کې د ازبکستان همکاري خو را اغېزناکه ده.
نوموړي د کابل او تاشکند ګډې هڅې د سیمې د ثبات تر څنګ د اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې.
محترم سیاسي مرستیال همداراز افغان پانګه وال زمری کامګار په هيواد کې لا زياتې پانګونې ته وهڅاوه او وې ویل، اسلامي امارت ټولو سوداګرو او پانګه والو ته د قدر په سترګه ګوري او حکومت د هغوی د امنيت او پانګې تضمين کوي.#