د ریاست الوزراء سياسي مرستیال: د اسلامي نظام له برکته افغانان په سراسري امنيت کې ژوند کوي

د ریاست الوزراء سياسي مرستیال: د اسلامي نظام له برکته افغانان په سراسري امنيت کې ژوند کوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سياسي مرستیال محترم مولوي عبدالكبير نن د هېواد د ګرمو سيمو پوهنتونونو د محصلینو د علمي ظرفيت لوړولو څلوېښت ورځني سیمینار په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. 

په دې مراسمو کې چې د لوړو زدکړو سرپرست وزير شیخ ندا محمد ندیم هم حضور درلود د رياست الوزراء سياسي مرستيال وويل، محصلين او زده کوونکي د دې هېواد راتلونکی دي او اسلامي امارت د دوی د ښې روزنې او ظرفيت لوړولو لپاره له ټولو ممکنه لارو کار اخلي.

محترم مولوي عبدالكبير زياته کړه، په هېواد کې د اسلامي نظام ټينګښت د ټولو افغانانو هیله وه او نن د اسلامي نظام له برکته ټول افغانان په سراسري امنيت کې ژوند کوي.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د افغانستان په دواړو مقدسو جهادونو او ازادۍ غوښتونکو مبارزو کې د افغان محصلینو ونډه مهمه یاده کړه وې ويل، په تېرو نظامونو کې به له محصلینو څخه د خپلو سیاسي او ګوندي ګټو لپاره کار اخیستل کېده؛ اوسنی اسلامی نظام د ټولو افغانانو په هڅو او قربانیو رامنځته شوی، ځکه په اسلامي نظام کې هیڅ ډول تبعیض او تعصب ځای نلري.

محترم مولوي عبدالكبير څرګنده کړه، اسلامي امارت د اسلامي شريعت تطبيق خپل اساسي هدف او له اسلامي او افغاني ارزښتونو څخه دفاع خپل مسؤلیت بولي چې په هیڅ صورت به ترې مخ ونه ګرځوي.

د ریاست الوزراء سياسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي امارت د شفقت او ترحم دروازې د ټول ملت پر مخ خلاصې دي او هيچا ته به، په افغانستان کې د نظم او امنیت د اخلال اجازه ورنکړل شي.#