د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د سید جمال الدین افغان ښارګوټي له يو شمېر مشرانو او استازو سره ولیدل.
په دې کتنه کې راغلو استازو د ياد ښارګوټي په اړه خپل معلومات د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک او په بېلابېلو برخو کې يې د اسلامي امارت هڅې او فعالیتونه وستایل.
راغلو قومي مشرانو او استازو د سید جمال الدین افغان ښارګوټي د خلکو ستونزې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له دوی مننه وکړه او زیاته یې کړه، ستونزې به له يې اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې شي.#