د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر علماؤ، مشرانو او متنفذینو سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر علماؤ، مشرانو او متنفذینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر علماؤ، مشرانو او متنفذینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو علماؤ او مشرانو په دې ولایت کې د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل وې ویل، پکتیا د موقعیت له نظره د هیواد د مهمو ولایتونو له ډلې څخه ده چې د اسلامي امارت جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

یادو مشرانو د اسلامي امارت لاسته راوړنو او فعالیتونو ته په اشارې په پکتیا ولایت کې د دیني مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونو د ایجاد، د مواصلاتي لارو ترمیم، د اوبو بندونو جوړولو، د برېښنا لېږد او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه د انکشافي پروژو د تطبیق په برخو کې د ځانګړې توجه غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره پر کتنې خوښې څرګنده او د اشغالګرو پر ضد یې د مبارزې پر مهال د پکتیا ولایت د علماؤ او مجاهدینو د اتلولیو او سرښندنو قدرداني وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د سرتاسري امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې ایجاد او د کار پنځونې په موخه د انکشافي پروژو تطبیق د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي چې په دې برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د راغلو علماؤ او مشرانو وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام یادې برخې ته رسیدګي وکړي.#