د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي سره وکتل

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې پر بشري مرستو، د ښځو پر تعلیم، امنیت، د فساد پر وړاندې د مبارزې او د زیربنايي پروژو پر پيلولو خبرې وکړې. محترم ملا عبدالغني برادر د اسلامي همکاریو له سازمان مننه وکړه، چې تازه یې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیست او فعالیت يې پيل کړ.
د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي وویل، نړیوالو اوس دا درک کړې چې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې جدي ګامونه اخیستل شوي او ورځ تر بلې وضعیت په ښه کېدو دی.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته د مهم غړي په توګه ګوري او له افغانانو سره د بشري مرستو په موخه صندوق جوړوي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې پرانیزي.