د افغانستان اسلامي امارت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د راستنولو کمېسیون په تېره اداره کې د کندز ولایتي شورا د رئیس په ګډون څو تنو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل.
د تېرې ادارې دغو چارواکو هېواد ته د افغانانو د راتګ د مناسبې لارې برابرولو له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، په افغانستان کې حالت له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې بهرنۍ رسنۍ یې په هکله ناسم تبلیغات کوي.
دوی څرګنده کړه، بېلابېلو ولایتونو ته یې سفرونه کړي او له کومې ستونزې پرته ژوند کوي، نور باید افغانستان د جګړو ډګر نه وي، افغانان له حاکم امن خوښ او له اسلامي امارت سره همکار دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشاء رئیس محترم مولوي ذاکر الله ذاکر پخوانیو چارواکو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د افغانانو د غوره راتلونکي او ستونزو د حل په موخه د عمومي عفوې فرمان عملي کوي او هېڅوک د تېرې دندې له امله نه پوښتل کېږي.
محترم مولوي ذاکرالله ذاکر دوی ته په خطاب کې وویل، په بهر کې مېشتو نورو پخوانیو چارواکو ته دې د افغانستان د حالت په اړه معلومات ورکړي.#