د ریاست الوزرا اداري مرستیال په جینوا کې د ای سي ار سي عمومي رئیس سره وکتل

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په جینوا کې د ای سي ار سي عمومي رئیس سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په جینوا کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس رابرټ ماردیني سره په داسې حال کې چې د فنلنډ د سره صلیب عمومي منشۍ کریسټینا کومپیولا، د ډنمارک سره صلیب عمومي منشي اندریس لادیکرل او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې سلاکار هم حضور درلود، نن مازدیګر پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په جینوا کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس رابرټ ماردیني د اسلامي امارت له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ په تېر او راتلونکې کې د بشري مرستو او اوبو او برېښنا په برخو کې د خپلو اړوندو ادارو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۸ روغتونونو ډاکترانو ته معاشونه ورکړل شوي، د عامې روغتیا وزارت له لارې له ۱۱۰ کلینیکونو سره مرسته او همکاري دوام لري او په ټول افغانستان کې مو ۱۰ زره نرسانو ته میاشتني معاشونه وېشلي دي.
ښاغلي ماردیني زیاته کړه، موږ کار کوو چې بین المللي ټولنه وهڅوو ترڅو له افغانستان سره نه یوازې په بشري، بلکې په اقتصادي او انکشافي برخو کې هم خپلې مرستې او همکارۍ زیاتې کړي او د افغانستان بانکي سیستم باید بېرته خپل عادي فعالیتونه پیل کړي.
نوموړي زیاته کړه، د سره صلیب نړیواله کمېټه د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او د روان کال تر پایه پورې له ټولو برخو سره د همکاریو زیاتوالي لپاره خپله بودجه زیاتوو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په جینوا کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس او ورسره پلاوي ته افغانستان ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د افغانستان خلکو په ۴۳ کلنه جګړه کې ډېر درد او ځور لیدلی او په ټولو برخو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې خدمتونه او فعالیتونه د قدر وړ دي.
مولوي عبدالسلام حنفي د یو میلیون ښځو او ماشومانو په ګډون په نشه یي توکو د پنځه میلیونه اخته کسانو د درملنې، د هغوی له کورنیو سره د مرستې او ورته د کارموندنې لپاره له سره صلیب نړیوالې کمېټې او بین المللي ټولنې څخه د همکاریو زیاتوالي غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې کلیوالي سیمې هم باید تر پوښښ لاندې ونیول شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل: د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کېږي او په کور دننه د ټولو افغانانو ژوند، کاروبار او عزت مصئون دی.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د افغانستان بانکدارۍ سیستم د تقویت لپاره طرزالعملونه جوړ کړي او په دې برخه کې یې له بین المللي ټولنې څخه هم د همکاریو غوښتنه وکړه.
مولوي صاحب حنفي د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه افغانستان غواړي له ټولو هیوادونو سره نیکې اړیکې ولري او د متقابل احترام پر اساس د دغو اړیکو پراختیا ته ژمن دی.