د ریاست الوزراء اداري مرستیال د صنعت ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د صنعت ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې، د صنعت اونۍ ملي او نړیوال نندارتون کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤلینو، خصوصي سکتور او ملي سوداګرو څخه د دې نندارتون د جوړولو له امله مننه وکړه.

وروسته یې په مختلفو ولایتونو په ځانګړي ډول بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله په رامنځته شویو ځاني او مالي تلفاتو خواشیني وښوده او د شهیدانو وارثینو، کورنیو او ټول افغان ملت سره یې غمشریکي وکړه او د الله (ج) له دربار څخه یې ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا وکړه او له ټولو ملي سوداګرو او په کور دننه او بهر یې له ټولو افغانانو چې مالي استطاعت لري وغوښتل، ترڅو د دې پېښې له زیانمنو سره تر خپلې وسې همکاري وکړ.

ورپسې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دې بیانولو سره چې د دغه نندارتون جوړول ځانګړی اهمیت لري وویل، د صنعت وده د یوه هیواد د اقتصادي پراختیا لپاره ځانګړی او مهم ځای لري او دا به د نورو اقتصادي سکتورونو په ځانګړي ډول د کرنې د ودې زمینه برابره کړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، په افغانستان کې صنعتي فعالیتونه په منظم او ماډرن ډول په لومړي ځل په ۱۳۵۳ کال کې د کابل ښار په پلچرخي سیمه کې پیل شول او له هغه وروسته افغانستان مختلف اقتصادي سیاستونه تجربه کړل او دې کار متأسفانه نه یوازې له دې برخې سره مرسته ونه کړه، بلکې صنعت او صنعتکارانو ته یې زیاتې ستونزې هم رامنځته کړې.

نوموړي زیاته کړه، دا مهال د مرکز او ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ټول کورني او بهرني شرکتونه په مختلفو صنعتي او تولیدي برخو کې خپل فعالیتونه ترسره کوي او زرګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د صنعت برخه په ملي ناخالص تولید یا جي ډي پي کې مهم رول او د صنعت پیاوړتیا په هیواد کې د کارموندنې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

نوموړي څرګنده کړه، دا ډېره مهمه ده چې د یو هیواد صنعت د کیفیت او قېمت له نظره سیالي وکړای شي، نو په همدې اساس د صنعت د ودې لپاره د کار مناسب چاپېریال، نوې علمي ټکنالوژۍ او نوښت او نوي متخصص کاري ځواک ته لاسرسی مهم دی.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرکنده کړه، الحمدلله افغانستان د صنعتي تولیداتو لپاره مهم او غني عوامل لري، چې کولای شي په سیمه کې په یوه مهم صنعتي مرکز بدل شي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت په ټوله معنی د خپل صنعت او کورنیو تولیداتو ملاتړی دی او په دې برخه کې به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اسلامي امارت له لوري د تېرو کلونو په جریان کې د مالیاتي معافیتونو وضع کولو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د صنعت په برخه کې هم ګامونه پورته کړي دي او انشاء الله په راتلونکې کې به هم د صنعت د پیاوړتیا او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره چې هر ډول اسانتیاوې لازمي وي د ملت، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره برابرې کړي.#