د رياست الوزراء سياسي مرستيال د لوګر د څرخ ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو سره وليدل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د لوګر د څرخ ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.

په دې ليدنه کې، راغلو قومي مشرانو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، په افغانستان کې اسلامي نظام د ټولو افغانانو هیله وه او د حاکميت لپاره يې افغانانو بېسارې قربانۍ ورکړې دي.

دوی همدا راز په یاده ولسوالۍ کې د ښوونځيو او مدرسو، د سړکونو او استنادي دېوال جوړولو او په یاده سیمه کې د مخابراتي شبکو د ستونزو حل غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه په مننې وویل، دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلامي نظام په ټینګښت کې ولس له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ولاړ و او له مجاهدینو سره یې هر راز همکارۍ کړې دي. 

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت ته ټول افغان ملت یو برابر دی او له تبعیض پرته ټولو افغانانو ته خدمت خپل مسؤلیت بولي. محترم مولوي عبدالکبیر دغو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې د حل په موخه به يې ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې شي.#