د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازیګر د ازبکستان د مسلمینو ادارې رئیس او لوی مفتي محترم شیخ نورالدین خالق نظر سره وکتل.
د لیدنې په پیل کې، د ازبکستان د مسلمینو ادارې رئیس او لوی مفتي د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ته ښه راغلاست ووایه او ازبکستان ته د نوموړي سفر یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ او لرغونو اړیکو نښه وبلله.
نوموړي وویل، ازبکستان او افغانستان دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري، چې ورته په پام کولای شو په مختلفو برخو کې خپلې اړیکې له پخوا څخه ډېرې پراخې کړو.
د ازبکستان لوی مفتي وویل، دغه ډول سفرونه د فرهنګي اړیکو او ګډو بارونو او ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک او پام وړ فرصتونه رامنځته کوي او باید له دې فرصت څخه ډېره ګټه پورته شي.
ورپسې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، د علماوو دغه ډول سفرونه او تګ راتګ د دواړو وروڼو ملتونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا لامل کیږي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې بیانولو سره چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا او ګډو ګټو ته لاسرسی د دې سفر اساسي موخه ده زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجودو مشترکاتو پر اساس د نویو همکاریو زمینه برابره کړي او د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزناګ ګامونه واخیستل شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د دواړو هیوادونو د علماوو ترمنځ د ښوونیزو او روزنیزو فعالیتونو په اړه په همکاریو ټینګار وکړ او د دې لیدنې په حاشیه کې د تاشکند ښار اسلامي مرکز او پکې د موجودو تاریخي او لرغونو اسلامي اثارو لیدنه هم وشوه.#