د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند نن په ارګ کې حسن بصري رحمه الله نوی جامع جومات پرانیست او د جمعې مبارکې لمونځ یې په کې ادا کړ.
په دغو مراسمو کې چې د ریاست الوزراء مرستیالانو،، د کابينې يو شمېر وزيرانو، د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس او مرستیالانو، د امارتي ادارو رئیسانو، یو شمېر علماوو او عامو هیوادوالو هم حضور درلود؛ شیخ فقیر محمد محمدي د جمعې د لمانځه له اداکولو مخکې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د هيواد، هيوادوالو او ټول عالم اسلام لپاره د خیر او فلاح هر اړخیزه او جامع دعا وکړه.
حسن بصري (رح) جامع جومات د افغان انجنيرانو او مسلکي کاریګرو په مټ د هرات د چشت شریف له مرمرو، د هلمند له رخامو، د میدان وردګ له ډبرو، د کنړ او نورستان له لرګیو او نورو وطني توکو رغېدلی چې د شنې ساحې په ګډون له ۱۰۶۰ مترمربع ځمکې څخه پر ۶۲۷ متر مربع ځمکه جوړ شوی او په يوه وخت په کې ۱۰۰۰ تنه لمونځ کوونکي ځایېږي.
ياد جومات چې محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند یې د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب په ۲۴ د بنسټ ډبره ایښې وه، يوه ګنبد، څلور منارې، په تلخونه کې د کتابتون، تدریس او لمانځه لپاره مناسب ځای، د مرکز ګرمي ترڅنګ سړې او تودې اوبه او د برېښنا، انټرنټ او غږیز سیستم لپاره یوه کنټرول خونه هم لري.#