د تذکرو په ویش کې د اسانتیاوو په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه

د تذکرو په ویش کې د اسانتیاوو په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند د حکم په اساس د برېښنایي تذکرو په وېش کې د اسانتیاوو برابرولو او د چارو د هراړخیز ښه والي په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي ریاست د مرستیال مفتي سید احمد مستقیم په مشرۍ یاده کمېټه به چې د بېلابېلو وزارتونو استازي هر یو مولوي عبدالکریم فاتح، مفتي نورالله ربیعه، مولوي عبدالاحد طیب او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دوه تنه لوړپوړي مسؤلین یې غړي دي، د برېښنایي تذکرو په وېش کې د ګڼې ګوڼې د کمښت، د لازمو آسانتیاوو برابرولو او د تذکرو د وېش د ټول بهیر په اړه د خپلو څېړنو او موندنو راپور د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کوي.

اسلامي امارت هیوادوالو ته د برېښنایي تذکرو د آسانه ترلاسه کولو په موخه د جدي اقداماتو او لازمو اسانتیاوو د برابرولو کوښښ کوي.

تر دې وړاندې د محترم رئیس الوزراء په لارښوونه ځانګړي پلاوي د پاسپورټونو د وېش د نویو مرکزونو په جوړولو سره ګڼه ګوڼه کمه او په هغه برخه کې هیوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړې.