د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون فوق‌العاده غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون فوق‌العاده غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د اقتصادي کمېسیون فوق‌العاده غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د یوشمېر هغو پرېکړو په اړه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره د تطبیق او عملي کولو په اړه بحث او سپارښتنې وشوې، چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري یې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ته د تعقیب او درې میاشتې وروسته یې د راپور شریکولو دنده سپارل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې یادې پرېکړې د اقتصادي کمېسیون په هغه غونډه کې چې د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادي الاولی میاشتې په درېیمه نېټه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په مشرۍ ترسره شوې وه، شوې دي.